لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ لیکوال، خبریال او استاد عابد میر د پاکستان له اسلام اباده لا درکه شوی دی


کوټه / واشنګټن ــــ د څو کتابونو لیکوال، خبریال او د بلوچستان پر مسایلو پر ټولنیزو رسنیو فعال عابد میر په دې وروستیو کې د پي ایچ ډي لپاره اسلام اباد ته تللی خو کورنۍ یې وایي چې هغه پرون په دې ښار کې لادرکه شوی دی.

د عابد مير ورور خالد مير له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "د عابد مير د لادرکه کېدو د مقدمې لپاري مو د اسلام اباد د جي 15 سېکټر په مرکز پوليس تاڼه ته درخواست ورکړی او ژر به مقدمه درج کړي".

د عابد میر نیژدې ملګري د ګڼ شمېر کتابونو بلوچ لیکوال او ژباړونکي ډاکټر شاه محمد مري وي او اې ډیوه ته وویل، چې عابد میر "جوړ سلامت دی، له چا دوست سره وو که څه وو، هیچا نه دی وړی خیر خیریت دی".

خو د هغه ورور خالد میر پر ټولنیزو رسنیو د ډاکټر شاه محمد مري له خولې د هغه د نه ورکېدو د خبر تر خپرېدو وروسته پر ټویټر لیکلي، "غیرمصدقه نامعلوم اطلاعات دي چې عابد میر روغ جوړ دی".

هغه وويل دوی ته نه ده معلومه چې هغه ولې لا درکه شوی دی. عابد میر تر لادرکۍ څو ګنټې مخکې پر خپل فېسبوک په کوټه کې د ښځو په نړیواله ورځ د بلوڅانو د هغه احتجاج وېډیو شریکه کړې چې د جبري بې درکه بلوڅانو لپاره شوې وي او هغوی پکې د "دښمن سرکار" په نوم شعارونه ورکوي.

خالد مير پوليسو ته په ورکړي درخواست کې ليکلي چې د سه شنبې- نهې په ورځ د هغه ورور عابد مير له اسلام اباده لادرکه شوی دی چې وایي د پنجشنبې- زیارت د ورځې تر ماښامه يې کوم حال نه دی معلوم.

په درخواست کې ليکل شوي چې عابد مير د چارشنبې- شورو په ماښام شاوخوا شپږنيمې بجې له خپلې مېرمنې سره د ټيليفون له لارې ﺭابطه کړې او له هغه وﺭوسته يې بيا څه دﺭک نه دی معلوم چې هغه چېرې دی.

په درخواست کې له پوليسو غوښتل شوي چې هغه دې وموندل شي.

د خالد مير په خبره عابد حسېن چې په عابد مير شهرت لري او دا يې قلمي نوم دی، د ډېرو کتابونو ليکوال او د کوټې په سرکاري کالچ کې اسسټنټ پروفېسر دی۔

وايي د هغه دغسې ناببره لا درکه کېدل د دوی ټوله کورنۍ خفه کړې او نه پوهېږي چې هغه به چېرې وي.

د عابد د لادرکه کېدو خلاف پر ټولنيز رسنيو کمپاين پېل شوی دی، زياتره فعالانو او ليکوالانو ليکلي چې عابد مير د بلوچستان يو توانا ږغ دی "هغه دې ژﺭ تر ژرہ وموندل شي".

د عابد میر نیژدې ملګري ليکوال نجيب ساير وي او اې ډيوه ته وويل، د عابد مير داسې لادرکه کېدل يواځې د هغه کورنۍ نه بلکې ټول ليکوالان اديبان او د شعور خلک يې خفه کړي دي. وايي د هغه پېدا کول د رياست ذمه واري ده:

"هغه د بلوچستان يو توانا ږغ دی، عابد د ظلم خلاف ليکل کول، هغه د ظلم خلاف د قلم له لارې مبارزه کوله، که د هغه لا درکه کېدل نور وخت اخلي دا به موږ نور زيات خفه کړي".

عابد میر په کالج کې استاد دی، چې دا مهال یې د اسلام اباد په نمل پوهنتون کې پي ايچ ډي کوله، له دې سره سره هغه د «لوک سجاګ» په نوم ویبپاڼه هم چلوله، چې پکې یې له ادبي موضوعاتو سره سره د بلوچستان پر حالاتو خبرونه او لیکنې هم خپرولې.

ښاغلي میر په اردو ژبه ډېر کتابونه لیکلي او چاپ کړي دي خو وروستی کتاب یې «ډپرېشن ډایري» ډېر مشهور شوی دی چې په لنډه موده کې درې ځله چاپ شوی دی.

د عابد میر لیکلي کتابونه.
د عابد میر لیکلي کتابونه.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG