واشنګټن - په نیویارک کې د امریکا یو فېډرال عدالت یو وارنټ جاري کړی چې د روس د انرجۍ کمپنۍ سره تعلق لرونکی بوئینګ-۷۳۷ ډوله جهاز چې قیمت یې پنځه ویشت میلینه ډالر ته رسیږي، د قبضې لاندې راوستل شي.
امریکایي چارواکي وایي، د عدالت وارنټ د هغو پابندیو په وجه جاري شوی کوم چې په اوکراین باندې د روسانو د پوځي یرغل په وجه، امریکا په روس لګولي دي.
یاد جهاز د پي جې اېس سي راسنيفټ آئیل کمپنۍ جهاز دی چې مرکز یې په ماسکو کې دی او مشر یې ايګور ایووانویچ سیچین دی. ایګور یو روس سرمایه کار دی او په هغو کسانو کې شامل دی چې د امریکا لخوا ورباندۍ پابندۍ لګېدلي دي.
دغه جهاز د ۲۰۱۴ کال راهیسي امریکا ته ندی راغلی، خو عدالت داسې وجه پیدا کړې چې ترمخه یې امریکا ته اوس دا اجازت شته چې که هغه جهاز په لاس ورشي، نو د بندیزونو د قانون ترمخه یې قبضه کړي.
د راسنېفټ کمپنۍ سمدستي د امریکا د عدالت دې پرېکړې ته غبرګون ندی ښودلی.
امریکا او نور لویدیځ ملکونه کوښښ کوي د روس د آمدن کچه راټیټه کړي او له دې اړخه روس مجبوره کړي چې د اوکراین جګړه ختمه کړي.
په هغو بندیزونو کې چې د روس په اړه اعلان شوي، یو یې دا هم دی چې د امریکې جوړ شوي جهازونه د اجازت نه بغیر د روس فضایي حدودو ته ننوتلی نشي. خو ویل کیږي چې د راسنېفټ کمپنۍ بوئینګ-۷۳۷ ډوله جهازد ۲۰۲۲ کال د فرورۍ میاشتې راهیسي، کله چې په روس باندې پابندۍ ولګېدلې، تر اوسه لږ تر لږه اووه ځله روس ته ننوتلی او وتلی دی.
دا جهاز په آخر ځل په ۲۰۱۴ کال مارچ میاشت کې امریکا ته راغلی و، او امریکایي چارواکي وایي چې اوس به یا په روس کې اودرېدلی وي، یا به د روس نه بهر پرواز کوي، او یا به روس ته د پرواز په حال کې وي.