لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: سي ټي ډي د القاعده او تحریک طالبان پاکستان د 12 ترهګرو د نيولو دعوه کړې


د پاکستان د پنجاب صوبې د ترهګرۍ ضد پوليس څانګې دعوه کړې چې په بېلابيلو ښارونو کې یې عمليات کړي او د القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لرونکي 12 ترهګر یې نيولي دي.

نن د جمعې په ورځ د کراچۍ پوليسو هم دعوه کړې چې د بلوچستان لبرېشن فورس نومې ډلې دوه ترهګر یې نيولي دي.

د پاکستان مطبوعاتو نن د جمعې په ورځ [لسم مارچ] د پنجاب پوليس د ترهګرۍ ضد څانګې [سي ټي ډي] له قوله ویلي، چې د لاهور په ګډون په درېو بېلابيلو ښارونو کې سي ټي ډي عمليات کړي او القاعده او تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] 12 ترهګر یې نيولي دي.

ويل شوي درې وسله وال د لاهور د حساسه علاقې څخه نيول شوي، او د دوی ولقې نه چاودېدونکي مواد چې د ځانمرګي جېکټ دپاره کارول کېده ترلاسه کړی شوي دي.

خو په بيان کې د نیول شوو ترهګرو نور تفصيل نه دی ویل شوی چې څوک دي او د کومو علاقو سره یې تعلق دی، يواځې د القاعده او ټي ټي پي سره یې تړاو ښکاره کړی شوی دی.

د سي ټي ډي د وياند له قوله ویل شوي چې روانه اوونۍ په 797 کمبېنګ عملیاتو کې 159 مشکوک کسان نيول شوي دي.

د پنجاب د سي ټي ډي د بيان په اړوند تراوسه پورې د القاعده او ټي ټي پي لخوا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو په وروستيو کې په پاکستان کې د چاودنو او بریدونو زیاتې زمه وارۍ ټي ټي پي منلې دي.

نن د کراچۍ ښار د جنوبي زون پوليسو ویلي، چې د بلوچستان لبرېشن فورس دوه ترهګر یې نيولي چې تعلق یې د الله نذر ګروپ سره دی او دوی ناامني خورول غوښته.

پاکستان کې په وروستيو کې په پوليس او نورو امنيتي ځواکونو بريدونو کې سېوا والی راغلی دی.

په پينځم مارچ د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د امنيتي عسکرو په ګاډي چاودنه شوې او نهه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه. د بلوچستان د صوبايي حکومت چارواکو دغه پېښه تايید کړې او پوځ په خپله د دغه پېښې په اړوند څه نه وو ويلي.

له دغې پېښې يوه ورځ وروسته د بلوچستان په کچي ضلع کې د بلوچستان کانسټبلري [بي سي] پوليس په ګاډي ځانمرګی بریدی شوی چې په کې د اته اهلکارو په ګډون نهه تنه وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله د ځانمرګي بريد او مرګ ژوبلو تاييد کړی وو. د رويټرز خبري ادارې ترمخه داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

له دغې وړاندې په 19 فرورۍ په کراچۍ کې د پوليسو په مرکزي دفتر وسله وال برید شوی او لږ تر لږه پينځه تنه پکې وژل شوي چې څلور یې د رېنجرز ځواک او پوليس اهلکار وو.

په کراچۍ کې د پوليسو په دفتر د برید زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

او په 30م جنورۍ په پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید شوی چې پکې د 100 نه زيات کسان وژل شوي او زياتره یې پوليس وو.

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي ايي سي اېس اېس] په خپل يو رپورټ کې ویلي چې تېر د فرورۍ په مياشت کې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې نورې سېوا شوي دي.

د پي ايي سي اېس اېس د رپورټ ترمخه تېره مياشت په ملک کې "58 وسله وال بريدونه شوي او 59 کسان پکې وژل شوي دي، په وژل شوو کې 27 ملکي وګړي، 18 امنيتي اهلکار او 17 وسله وال شامل دي، په دغو بريدونو کې ټول 134 کسان ژوبل شوي چې پکې 80 د امنيتي ادارو اهلکاراو 54 ملکي وګړي شامل دي".

په رپورټ کې زياته کړی شوې چې "په فرورۍ کې تر ټولو زيات بریدونه په بلوچستان کې او بيا د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې شوي وو".

ويل شوي په "بلوچستان صوبه کې په 22 وسله والو بريدونو کې 25 کسان وژل شوي او 61 ژوبل شوي او په قبايلي ضلعو کې په 16 بریدونو کې 16 کسان وژل شوي او 39 ژوبل شوي او په نوره صوبه کې په 13 بريدونو کې شپږ تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي وو". په پنجاب کې په څلورو بريدونو کې دوه تنه وژل شوي او اته ژوبل شوي او په سيند صوبه کې په درېو بریدونو کې لس تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي وو.

د ربورټ ترمخه په فرورۍ کې امنيتي ادارو هم خپل عملیات چټک کړي "55 مشکوک وسله وال یې وژلي او 75 یې نيولي وو، زيات کسان په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې نيول شوي وو".

د امنيتي چارو کار پوهان وايي تر څو پورې چې پاکستان د ترهګرۍ ضد ښکاره پالیسي نه وي جوړه کړې اندېښنه ده چې ترهګري به نوره سېوا کيږي.

پېښور کې په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټيانو غونډې شوي او په ملک کې د ترهګرۍ د نوغي ويستو یې ويلي وو.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ويلي، په تېرو وختونو کې په ملک کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې کاميابۍ ترلاسه شوي او په راتلونکې کې به هم دوی د ترهګرۍ ضد کاميابي ترلاسه کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG