لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو اړيکې ښې نه ښکاري


څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان داسې ګڼل چې د افغانستان د نورو جمهوري حکومتونو په نسبت به يې د دوی سره اړيکې ښې وي، خو ښکاري چې د طالبانو سره د پاکستان په اړيکو کې بداعتمادي زياته شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان د هغه وخت وزير اعظم عمران خان ويلي وو طالبانو په افغانستان کې د غلامۍ زنځيرونه مات کړه.

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو پخوانی سيکټري اختر علي شاه وايي، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په واک کې په راتلو خوشبينه وو خو ښکاري چې هغه خوشبيني يې پوره نه شوه.

"کله چې د افغان طالبانو حکومت راغی نو چې کومې نتيجې مونږ غوښتې هغسې ونه شوې، ځکه چې کومې شمېرې دي د ترهګرۍ، هغه چې د کال 2021 سره څيړنه وشي نو په هغې کې ډېر زياتوالی اوس راغلی، نو ځکه وايم چې هغه يوه خوشبيني وه چې څنګه مونږه غوښتل هغه شان ونه شو".

په افغانستان کې د طالبان په زوره په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان پوځ ویلي د افغانستان سره په پوله پرتو علاقو کې د امنیت مسله سېوا شوې ده.

په پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ د پېښو کېدو وروسته پاکستان دعوې کړي چې په دغو بریدونو کې د افغانستان خاوره کارېدلې او دا د دوحې د تړون سرغړونه ده، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو دغه دعوې رد کړي او پاکستاني طالبانو چې د زياترو بريدونو زمه وارۍ منلي او ويلي يې دي چې دوی په پاکستان کې دي او هم دا خاوره د بریدونو دپاره کاروي.

څيړونکی خبريال افتخار فردوس وايي د تېرو وختونو په مقابله کې په اول ځل ليدل شوي چې د تورخم لاره د پاکستان په ځای په دې وروستيو کې د افغان طالبانو لخوا تړل شوې، دغسې په پوله هم وخت په وخت د شخړو خبرونه مخې ته راځي او په افغانستان کې د داعش لخوا د پاکستان د سفارت په غړي د بريد، او د ټي ټي پي په افغانستان کې د موجودګۍ په ډول مسلو د دواړو هېوادونو ترمينځه بد اعتمادي زياته کړې ده.

"نو دا څه داسې خبرې چې يو ملک سره ستاسو سفارتي اړيکې سمې نه وي، په پوله تاو تريخوالی وي نو دا د دې خبرې نخښه ده چې د دواړو هېوادونو اړيکې سمې نه دي روانې، په پاکستان کې چې کوم بريدونه کيږي د هغې زمه واري ټي ټي پي اخلي او د پاکستان نه چې کوم پلاوی تلی وو، هغوي ورته ثبوتونه وړاندې کړي وو چې ټي ټي پي په افغانستان کې شته دی، نو دا خبرې ښايې چې د دواړ هېوادونو ترمينځه په اړېکو کې د اعتماد کمی دی".

درې ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي وو، دوه اوونۍ وړاندې یې د امنيت په موضوع د خبرو دپاره د کابل سفر کړی وو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره یې په دغه اړوند مثبتې خبرې شوې وې، او هيله ده د افغانستان نه به يو پلاوی د پاکستان سفر وکړي او په دې لړ کې به پرمختګ وشي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کاريږي.

خو خواجه اصف نه وو چې د طالبانو پلاوی به کله سفر کوي.او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا هم په دغه اړوند تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي.

نوموړي ويلي وو، افغانستان د دوحې د تړون لاندې تړلی دی چې خاوره به یې د ترهګرۍ دپاره نه کاريږي، مونږ هلته [په کابل] کې په دې خبره ټينګار هم کړی وو چې هغه معاهده عملي کړي او هغوی [طالبانو] ځينې وړانديزونه هم کړي دي او هغوی زمونږ په دريځ پوهه شوي دي او ستاينه یې هم کوي.

په 22 فرورۍ د خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی چې پکې د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم شامل وو،

پاکستان ويلي وو په ياد سفر کې په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.

او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، "په خبرو کې دواړو لورو موافقه کړې چې د ترهګرو ډلو له خوا د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې به په اغېزمنه توګه د مبارزې لپاره همکاري وکړي. دغه رنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا هم هوکړه وشوه".

او د دغه سفر او ليدنې په اړوند په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي وو، "په ناسته کې دواړو لوريو پر امنتيتي اندېښنو، په افغانستان د ډرون الوتنو، د مخالفو وسله والو ډلو په فعاليت واضحې او مفصلې خبرې شوې وې".

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG