لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران او سعودي له اوو کلونو وروسته د اړیکو بیرته فعالولو پرېکړه کړې


واشنګټن ــــ ایران او سعودي عرب له اوو کلونو وروسته د جمعې په ورځ د اړیکو د بیرته جوړولو پرېکړه کړې ده. د دواړو هېوادونو تر منځ تېرې اووه کلنۍ دښمنۍ د خلیج امنیت خراب کړی او په منځني ختیځ کې له یمن تر شامه د شخړو سبب شوې وه.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې دا پرېکړه د ایران او سعودي د اعلی امنیتي چارواکو تر منځ په بېجینګ کې له هغو څلور ورځنیو خبرو اترو وروسته شوې چې مخکې یې اعلان نه وو شوی.

د ایران، سعودي عرب او چین له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تهران او ریاض په دوو میاشتو کې د خپلو سفارتي اړیکو د بیا فعالولو او د سفارتونو په پرانیستلو باندې اتفاق کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي:

"په دې تړون کې د د دواړو ریاستونو خپلواکۍ ته د درناوي او د یو بل په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نه کولو په اړه د دواړو تصدیق شامل دی".

سعودي عرب په وروستیو کلونو کې په ایران تور پورې کړی وو چې په 2019م کال کې یې د سعودي د تېلو پر اثاثو د میزایلو او ډرون بریدونه کړي او د خلیج په اوبو کې یې ټېنکرونه ویشتل دي، خو ایران دا تورونه رد کړي وو.

په یمن کې ایران پلوه حوثي یارغیانو هم له پولې هغې غاړې په سعودي عرب کې د میزایل او ډرون بریدونه کړي وو. سعودي د حوثیانو خلاف د جوړ کړي اتحاد مشري کوي او په 2022م کال کې یې بریدونه عرب اماراتو ته هم غزولي وو.

د جمعې د ورځې تړون د ایران د اعلی امنیتي چارواکي علي شمخاني او د سعودي عرب د ملي امنیت د سلاکار مساعد بن محمد العیبان له خوا لاسلیک شوی، چې پکې د 2001م کال د امنیتي همکاریو د تړون او د تجارت، اقتصاد او سرمایه کارۍ په برخه کې د یو بل پخواني تړون د بیا فعالولو پرېکړه شوې ده.

د رویټرز د رپوټ له مخې د چين اعلی سفارتکار وانګ يي دغه تړون د مذاکراتو او امن لپاره يوه لویه کامیابي بللې او ویلي یې دي چې بېجينګ به د کړکېچنو نړيوالو ستونځو په حل کې رغوونکی کردار تر سره کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت یوه ویاند ویلي چې امریکا د سعودي او ایران د تړون خبرونه تر لاسه کړي او وایي په یمن کې د جګړې د ختمولو او په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمولو لپاره د هر ډول هڅو هرکلی کوي.

رویټرز لیکي، ایران او سعودي عرب چې په منځني ختیځ کې دوه لوی شیعه او سني مسلمان هېوادونه دي، له کلونو راهیسې له یو بل سره اختلاف لري او له یمن تر شامه او نورو ځایونو پورې په پراکسي یا نامخامخ جګړو کې د مخالف لوري ملاتړ کوي.

سعودي عرب په 2016م کال کې هغه وخت له ایران سره اړیکې ختمې کړې چې په تهران کې یې پر سفارت ګڼو خلکو وروسته له هغه برید وکړ، چې ریاض یو شیعه عالم په دار کړ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG