واشنګټن- د اوکراين په سرښار کې د جمعې په ورځ بجلي تر ډېره حده بحال شوې ده او چارواکي وايي هېواد يې د روسي ميزايلو او ډرون حملو ته په اجله توګه غبرګون ښايي چې پکې بنيادي ودانۍ په نخښه شوي دي.
د روس د ټولو نه پېژندل شوې جنګي حربه دا ده چې روسي ځواکونه اوکرين د لرې نه په ميزايلو ولي ځکه چې مزکني ځواکونه يې د اوکراين پوځ په مخ تلو ته نه دي پرېښودي او د مياشتو راهسې په ختيځ خطونو کې ګېر دي.
د روس د دې حربو مقصد دا دی چې د اوکريان حوصله ماته کړي او دې ته يې اړباسي چې د روس د خوښې او شرطونو سره سم د امن لوځنامه لاسليک کړي.
د اوکراين چارواکي په تېزۍ سره د روس د حملو زيان ډکولو ته ځان ور رسوي چې پکې په ښارونو کې د بيا رغونې او د اسانتياو بيا په ځای کولو عمل روان دی او هم دا وجه ده چې جنګ دويم کال ته واوړېدو خو څه خاص اثر يې نه دی اچولی.
په واشنګټن کې څېړنيزه اداره سټډي اف وار په يو جايزه کې ويلي چې دا د ميزايلو حملې به نه د اوکرين حوصله ماته کړي او نه به په جنګي ليکو کې روس ته کوم لاس بری ورکړي.
د اوکرين د پوځي چارو کارپوه اولېح ژدانوف وايي روس ولسي بنيادي ودانۍ په نخښه کوي ځکه چې د اوکرين پوځي ځايونه په اسانه نه شي ويشتلی.
هغه وايي “روس د اوکرين د پوځ او وسلو په اړه ډېر معلومات نه لري نو د دې په ځای ولسي ځايونه په نخښه کوي او دا زړه حربه په دې مقصد کاروي چې په ټولنه کې ويره ترهه خوره کړي”.
ژدانوف وايي اوکرين د ژمي نه وتلی او د روس د توانايۍ په ځايونو حملې به په سپرلي کې هيڅ اثر وا نه چوي.
په کيف کې اوبه او بجلي بحال شوي خو د ښار د پوځي انتظاميه مشر سرحي پوپکوف وايي نزدې 30% ښاريان لا د تودوالي د نظام نه بې برخې دي خو کار پرې روان دی.
دا د روس په دريو اوونيو کې د ميزايلو غټې حملې دي چې پکې اتيا ميزايل او ډرون کارول شوي. په دې حملو کې د روس د ټولو جديد هايپر سونېک کېنژل کروز ميزايل هم استعمال شوي.