د پاکستان د پنجاب صوبې نګران وزيراعلا محسن نقوي او د صوبې د پوليسو مشر عثمان انور په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې په لاهور کې د تحریک انصاف ګوند [پي ټي ايي] غړی بلال [ظلی شاه] د پوليس په تشدد نه بلکې د ګاډی د ټکر په حادثه کې مړ شوی وو.
وزيراعلا او د پوليسو مشر نن د خالي/ شنبې په ورځ په خبري غونډه کې د پېښې په اړه تفصيلات وړاندې کړي او ويلي یې دي، په اتم مارچ د حکومت لخوا پولیسو ته د تشدد کولو هیڅ لارښوونه نه وه شوې.
دوی ویلي کوم ګاډي چې بلال وهلی هغه د پي ټي ایي د پنجاب صوبې د يو ځايي مشر راجه شکيل ګاډی دی، او د پېښې وروسته د پي ټي ايې يوې مشرې ډاکټر ياسمين راشد دغه پېښه د حکومت پرضد د سازش په توګه کارولې ده.
پولیس مشر ويلي، چې د ګاډي ډرايور او بل تن یې نيولي او عدالت ته به یې وړاندې کوي.
د ډرايور جهانزېب ويډيو هم په مطبوعاتو خپره کړی شوې او هغه هم په ويډیو کې د پېښې احوال ويلی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو د وزيراعلا او پوليس مشر خبري غونډې ته دروغجنه او شرمناکه ويلي دي.
په اتم مارچ لاهور د تحریک انصاف ګوند د يو لاريون په مهال د پولیسو او پي ټي ايي د غړو ترمنځ سختې نښتې شوې وې او تحریک انصاف په دغو نښتو کې د خپل یو فعال د وژل کېدو او ګڼو نورو د ژوبل کېدو دعوه کړې وه.
پولیس ویلي وو، د تحریک انصاف د فعالانو په تشدد د درېو لوړ پوړو پولیس افسرانو په ګډون 14پولیس ژوبل شوي وو.
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د لاریو په مهال د لاهور انتظامیې په لاهور کې دفعه 144 په ځای کړې اعلان یې کړی وو چې هیچ اته ته به دجلسې، جلوس او جم ګټې جوړولو اجازه نه وي.