لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملتان سلطان د پي ایس ایل د تاریخ په تر ټولو زیاتو منډو جوړولو کویټه ګلېډيېټرز ته ماتې ورکړې


دپاکستان سپرلیګ په سیالیو کې ملتان سلطانز د کویټه ګلېډيېټرز پرضد دپي ایس ایل دتاریخ تر ټولو زیاتې262 منډې جوړې کړي اؤ کویټه ګلېډیېټرز ته یې په نهو منډو ماتې ورکړې ده.

د کویټه ګلېډیېټرز د ماتې خوړلو سره د پېښور زلمي لوبډله هم پلی اف پړاؤ ته ننوتلې ده.

پېنډۍ اسټیډیم کې دپي ایس ایل ترسره شوې 28مه سیالۍ کې کویټه ګلیډي ایټرز د ملتان سلطان لخوا ورکړل شوي د263 ​منډو هدف کې په ټاکلو 20 ​اوورونو کې د اتوؤ لوبغاړو په تاوان 253 ​منډې جوړې کړی شوې.

د کویټه ګلېډیېټرز عمیر یوسف 67، افتخار احمد 53، مارٹن ګپٹل 37، عمر اکمل 28،کپتان محمد نواز 16 قیس احمد او نوین الحق 17، 17 منډې جوړې کړې

د ملتان سلطانز عباس ااپریدي 5 ، احسان الله 2 او انور علي 1 لوبغاړی وسوځولو.

تر دې وړاندې ملتان سلطانز لوبډله د کویټه ګلېډیېټرز په بلنه وړومبی بیټنګ کولو ته ووتله اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې د دریوؤ لوبغاړو په تاوان 262 منډې جوړې کړې.

د ملتان سلطانز عثمان خان پخپله پاڼۍ کې په43 بالونو 120منډو جوړولو کې بریالی شو.

کپتان محمد رضوان 55 او رایلي روسي 15، ټم ډیوډ 43 اور کیرون پولارډ 23 منډې جوړې کړې.

د کویټه ګلېډیېټرز قیس احمد 2 اؤ کپتان محمد نواز یو لوبغاړی وسوځولو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG