لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعلا بزنجو: بلوڅ وسله وال باید له غرونو راښکته شي او حکومت سره مذاکراتو ته کښیني


د بلوچستان صوبې وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو یو وارې بیا یاغي بلوځو وسله والو ته دخبرو اترو بلنه ورکړې ده اؤ په هغوی یې غږ کړی چې له غرونو باید راښکته شي اؤ حکومت سره مسلې د خبرو دلارې هوارې کړي.

د ډاڼ ورڅپاڼې د رپورټ له مخې ګوادر ته د سفر په مهال خبریالانو ته وزیراعلا بزنجو ویلي که چرې غرونو ته ختلي (بلوڅ یاغیان) ځانونه د ولس خواخوږي ګڼي نو هغه باید دڅو لسیزو راهسې صوبې ته د پېښو ستونزو هواري لپاره مذاکراتو پیل کولو ته اماده شي.

د بلوچستان بیلتون خوښو یاغي وسله والو له په سمدستي توګه د وزیراعلا میرعبدالقدوس بزنجو دې وړاندیز ته کوم ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې چې کله هم دحکومت یا پوځ له لوري بلوڅ یاغیانو ته دمذاکراتو وړاندیز شوی نو هغوئ دغه وړاندیز رد کړی دی.

تېرکال هم دبلوڅ یاغي ډلې بلوڅ ليبريشن ارمي د فبرورۍ پر دويمه نیټه د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سيمه کې د ايف سي ځواک پر کيمپونو له خونړیو بریدونو وروسته پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې ترهغې به دپوځ پرضد دمقاومت نه لاس نه اخلي ترڅو چې پوځ له بلوچستان نه وتلی اؤ دبلوچستان خلکو ته پخپلو وسیلو اختیار نه وي ورکړل شوی.

په دغو بریدونو کې بلوڅ ليبريشن ارمي د195عسکرو د وژلو دعوه کړې وه خو پوځ ویلي وؤ چې بریدونو کې 11 عسکر وژل شوي دي.

وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو ویلي "د ټولو ستونزو هواري لټولو لپاره یوازینۍ لاره دخبرو اترو ده ،دمذاکراتو ته راشئ ځکه چې دا دمناسب حل لټولو غوره لاره ده"

حکومت تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو سره د مذاکراتو سکوښښونه کړي خو څه مثبتې نتېجې یې مخې ته نه دي راغلي.

وزیراعلا بزنجو د وسله والو ډلو په مخاطب کولو سره وویل "د ټوپک پورته کولو اؤ غرونو ته دختلو پرځائ دستونزو دهواري اؤ دبلوچستان دخلکو د ژوند ښه کولو لپاره زمونږ مرسته وکړئ،دجګړو نه به هرڅوک اغېزمن کیږي"

پخپله دغه وینا کې دبلوچستان وزیراعلا د بلوڅ یاغیانو دغوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو ویلي یې دي چې بلوچستان کې اوس میرټ یا وړتیا پځاي کول د حکومت وړومبۍ ترجیح ده اؤ فیصله شوې ده چې دلاندې کچې ملازمین به هم دپبلک سروس کمیشن له لارې بهرتي کولی شي.

د پاکستان بلوچستان صوبه چې د ځمکې يا رقبې له حسابه د پاکستان تر ټولو لويه او د ابادۍ په لحاظ د ملک تر ټولو وړه صوبه ده، څيړونکي او سياستوال وایي دا صوبه د معدني شتمنيو ډکه ده او خورا جغرافیایي اهميت لري خو ددې باوجود هم تر ټولو شاته ساتل شوې ده.

د څېړونکو وینا ده چې په بلوچستان کې د نا امنۍ تر ټولو لوی لامل د بلوچستان پر شتمنيو د دې ايالت اوسېدونکو ته اختيار او حکومتي واک نه ورکول دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG