لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل 8: د اسلام اباد لوبډلې په ماتې ورکولو پېښور زلمي څلورم نمبر ته راغلې


د پاکستان سپرليګ کرکټ په روانو سياليو کې د پېښور زلمي لوبډلې د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو څلورم نمبر ته راغلې ده او بل د ايليمينېټر پړاو ته رسېدلې ده.

د پېښور زلمي لوبډلې په خپله وروستۍ سیالۍ کې د اسلام اباد لوبډلې ته په 19 رنزونو ماتې ورکړې ده.

د يادې سيالۍ پچه/ ټاس د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې ګټلی خو لومړی بېټنګ یې د پېښور لوبډلې ته ورکړی او د پېښور لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په اته لوبغاړو اوټ کېدو 179 رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې بيا د اسلام اباد ټوله لوبډله په اخري شلم اوور کې په 166 رنزونه اوټ شوې او سيالي یې بايللې وه.

د پي اېس اېل په روانو سياليو کې د شپږو واړو لوبډلو لس لس سيالۍ پوره شوي دي.

د لاهور قلندر په لسو کې اووه سیالۍ ګټلې او تر ټولو زيات 14 پواينټونه یې ترلاسه کړي دي. ملتان سلطان او اسلام اباد يونايټډ په لسو لسو سياليو کې شپږ، شپږ ګټلي، په دويم او درېم نمبر راغلي او د پېښور زلمي لوبډلې په لسو کې پينځه سيالۍ ګټلي او د لسو پواينټونو سره په څلورم نمبر راغلې ده.

د کراچۍ کنګز او کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلو په خپلو لسو سیاليو کې يواځې درې، درې ګټلي او د پي اېس اېل په زغل کې بل پړاو ته د رسېدو نه پاتې شوي دي.

په 15 مارچ د شورو/ چهارشنبې په ورځ به د لاهور قلندر او ملتان سلطان لوبډلې په کواليفاير سيالۍ کې مخامخ کيږي او کومه لوبډله دغه سيالي وګټي نېغه به فاينل ته ورسي.

په 16 مارچ بيا د اسلام اباد او پېښور د لوبډلو ترمنځ د ايليمينېټر سیالي ټاکل شوې ده.

په لومړي ايليمېنټر کې چې د اسلام اباد او پېښور په لوبډلو کې کومه لوبډله سيالي وګټي په 17 مارچ به په دویم ايليمينېټر کې د 15 مارچ په سيالۍ کې د ماتې خوړونکې لوبډلې سره مخامخ کيږي.

او په17 مارچ چې کومه لوبډله ګټه ترلاسه کړي د 15 مارچ د ګټې ترلاسه کوونکې لوبډلې سره به په 19 مارچ په فاينل کې مخامخ کيږي.

او په 19 مارچ به د پاکستان سپرليګ اتم په فاينل کېدو سره دا لړۍ پای ته ورسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG