لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کلونو پس، د عمران خان د ژوند په یوې قصې بیا پوښتنې راپورته شوي - ټیریان وایټ د چا لور ده؟


سیتا وایټ او په غېږ کې یې ماشومه، ټیریان وایټ (کال ۱۹۹۷)
سیتا وایټ او په غېږ کې یې ماشومه، ټیریان وایټ (کال ۱۹۹۷)

اسلام اباد هایکورټ د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان لخوا د نامزدګۍ په کاغذونو کې د خپلې مبینه لور ټېریان وایټ د پټولو په قضیه کې مهمې پوښتنې راولاړې کړي دي.

عدالت د عمران خان وکیلانو ته ویلي که چرې هغوئ دا ومني (چې ټیریان د عمران خان لور ده) یا ترې انکار وکړي، نو دا فقط د دوؤ منټو یا دقیقو کېس دی.

تېره ورځ د اسلام اباد هایکورټ د چیف جسټس عامر فاروق په مشرۍ د عدالت درې کسیزه بینچ د محمد ساجد په نوم د یو تن لخوا محکمې ته د شوي هغه خواست اورېدنه کړې ده چې په کې په تېرو انتخاباتو کې د عمران خان له لوري د نامزدګۍ کاغذونو کې د خپلې مبینه لور ټېریان وایټ په نه څرګندولو دهغه د نااهله کولو غوښتنه شوې ده.

د اوریدنې په مهال چیف جسټس د عمران خان وکیلانو ته ویلي، "هسې خو دا ستاسو له لوري هم د دوؤ منټو کېس دی، یا یې ومنئ اؤ یا ترې انکار وکړئ ،پټیشن به ختم شي".

کله چې د اوریدنې په مهال د خواست کوونکي وکیل په دې کیس کې د عمران خان له لوري د ورکړل شوي حلفیه بیان نقل عدالت ته وښودلو، نو جج محسن اختر کیاني ترې پوښتنه وکړه چې ایا تاسې سره یوازې هم دا یو کاغذ دی اؤ هم دې ته مو کتنه ده؟

جج محسن اختر کیاني وویل په حلفیه بیان کې یوازې د سرپرستۍ خبره لیکل شوې ده د پلار ذکر خو په کې یو ځای هم نه شته.

د خواست کوونکي وکیل محکمې ته ویلي امریکایي عدالت فیصله ورکړې ده چې ټېریان وایټ هم دعمران خان لور ده.

هغه وویل د جینۍ نوم ټیریان جیډ خان دی اؤ دا مهال 31 کلنه ده. کله چې یې مور مړه شوه، نو عمران خان نه یې د سرپرستۍ اجازه غوښتل شوې وه.

عمران خان د ټیریان پلار دی که سرپرسټ؟

وکیل پخپلو دلایلو کې وویل که چرې عمران خان د دې جینۍ پلار نه ؤ نو بیا به یې د سرپرستۍ اجازه څنګه ورکوله؟ خو هرکله چې هغه د جینۍ پلار ؤ نو دا اجازه یې ورکړې ده.

په دې جسټس محسن اختر کیاني وویل د کیلفیورنیا دعدالت فیصله خو د ایکس پارټۍ کارروایي ده، تاسو ته به په ډېرو واضحو ټکو کې د عمران خان هغه اعتراف ښودل وي چې عمران خان دغه جینۍ خپله لور منلې ده.

جج ور زیاته کړه که چرې جینۍ پخپله هم ویلي وي چې عمران خان د هغې پلار دی، نو دا په عمران خان پسې اړه نه لري. د جج وینا وه چې پاکستان کې زیات خلک د ماشومانو سرپرستان دي خو هغوی یې پلرونه نه دي.

هغه وویل لور پخپله (عدالت ته) راتلی شي او هغه دا خبره کولی شي چې دی (عمران خان) زما پلار دی، باید زما پلار وګرځول شي خو هرکله چې دغه اغېزمنه جینۍ پخپله داسې څه نه وایي نو نور خلک څنګه راځي اؤ دا خبره کوي؟

د جج په خبره که داسې وي نو سبا به یو څوک راشي اؤ وایي به چې ډي‌ اېن اې ټيسټ یې وکړئ.

د جج د دغو څرګندؤنو سره سم وکیل وویل کله چې امریکایي عدالت کې د ولدیت د ټیسټ یا ازموینې معامله راغله نو هغه (عمران خان) د عدالتي کارروایي نه په شا شو.

خو جج له وکیله وپوښتل چې ایا له عدالتي کارروایۍ په شا کېدل د دې خبرې ثبوت کیدای شي چې هم هغه د جینۍ پلار دی؟

عدالت وکیل ته وویل هغه باید ښه تیاري وکړي اؤ په بله اورونه کې د دې قضیې ریکارډ ځان سره ولري اؤ دغسې دا اوریدنه تر 20مارچ وځنډول شوه.

ټېریان وایټ څوک ده؟

دمیل انلاین رسنۍ د رپورټ له مخې ټیریان وایټ په کال 1995 کې جمایما خان سره دعمران خان له واده درې کاله دمخه زیږیدلې وه.

د ټیریان مور سیتا وایټ د برتانیې شتمن کارخانه دار ګډډن وایټ لور وه اؤ د 1980م د لسیزې په وروستیو کې عمران خان سره د هغې لیدنه د لندن په "ټرامپ نایټ کلب" کې هغه وخت شوې وه چې عمران خان د کرکټ د یو وتلي ستوري په نوم په ګرده نړۍ کې شهرت لرلو.

میل انلاین وایي عمران خان سره د لږ وخت په اړیکو کې بیا د سیتا وایټ لور وزیږیدله خو وایي د هغې له زیږون لږه موده وړاندې سیتا وایټ د امریکې لاس اینجلس ښار ته کډه کړې وه چې دغلته یې په کال 1992ء کې ټیریان زیږولې وه.

سیتا وایټ دعوه کوله چې د هغې ماشومه د عمران خان لور ده خو عمران د هغې دا دعوه نه منله اؤ ټیریان یې خپله لور نه تسلیموله چې له دې امله سیتا وایټ دا قضیه عدالت ته وړې وه.

سیتا وایټ د لاس اینجلس په عدالت کې د عمران خان پرضد مقدمه کړې وه اؤ کله چې د دغه مقدمې په جریان کې عدالت دعمران خان د ډي این ای کولو حکم کړی ؤ نو عمران خان له ډي این ای نه انکار کړی ؤ چې په دې عدالت یو اړخیزه فیصله اورولې اؤ ټيریان وایټ یې د عمران خان لور ګرځولې وه.

له عدالتي پرېکړې څه موده وروسته 43 کلنه سیتا وایټ دکیسنر په ناروغۍ مړه شوه اؤ ټیریان وایټ ترې د 12 کالو په عمر یتیمه پاتې شوه.

د سیتا وایټ له مړینې وروسته د عمران خان پخوانۍ کور ودانې جمایما خان د ټیریان د پالنې ذمه واري قبوله کړې وه اؤ نن چې هغه 31 کلنه ده نو هم د عمران خان د نورو اولادونو سره یو ځای په لندن کې د جمایما خان په کور کې اوسیږي.

د ټیریان د زیږون د یوې کلیزې په موقعه جمایما خان دهغې سره اخستل شوی عکس په ټولنیزو رسنیو خپور کړی ؤ اؤ ورته یې لیکلي وؤ "دې هوښیارې جینۍ ته دې د زوکړې ورځ مبارک وي، زه خوش قسمته یمه چې تا ته "میرنۍ لور" وایم".

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG