لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګریزو بریدونو مخنیوي لپاره د ډیره اسماعیل خان او بنو پولیسو ته بکتر بند ګاډي ورکړل شول


د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر اختر حيات خان په ډېره اسماعيل خان او بنو ډویژن کې د ترهګرۍ او ناامنۍ مخنیوي لپاره پولیسو ته اته بکتر بند ګاډي ورکړي خو څیړونکي وایي د ترهګرۍ او هر ډول ناامنۍ پرضد په لومړي صف کې ولاړو پولیس سرتيرو ته دا د ګاډو اسانتياوې ورکول د نشت برابرې دي.

د پولیسو په بیان کې ویل شوي د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پرضد د پولیسو دتوان زیاتولو لپاره څلور بکتر بند ګاډي بنو ډیویژن او څلور ډیره اسماعیل خان ډویژن پولیسو ته ورکړل شوي دي.

د صوبې د پولیسو مشر اختر حیات خان ویلي په صوبه او په ځانګړي توګه جنوبي ضلعو کې د امنیت د ټینګښت لپاره ټولې شته وسیلې به پکار راوستل کیږي.

هغه ویلي په جنوبي ضلعو کې پولیسو د خپلو دندو په ترسره کولو کې سترې قربانۍ ورکړې دي او دا د پولیسو حق دی چې هلته د قانون د عملي کولو لپاره ټول وسایل او اسانتیاوې په لاس کې ولري.

د صوبې دپولیسو دمشر په وینا پولیس ځواک به په هر ځاې کې په جديدو وسلو سمبال وي او د ترهه ګرۍ سره به مقابله کوي۔

هغه هيله څرګنده کړې چې د ډيره اسماعيل خان او بنو سيمو ته د بکتر بند ګاډي رسیدو سره به هلته دپولیس ځوانانو توان سیوا شي او هغوي به د ترهګرو سره په موثره توګه مقابله وکړي.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا صوبه او په ځانګړي ډول جنوبي ضلعو کې په پولیسو د وسله والو بریدونو اؤ بمي چادونو کې چټکتیا لیدل شوې اؤ په ګڼ شمیر پولیس تاڼو اؤ څوکیو ترسره شوؤ بریدونو کې په لسګونو پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا بنو ډویژن په درېوؤ ضلعو (بنو، لکي مروت او شمالي وزیرستان او ډیره اسماعیل خان ډویژن په څلورو ضلعو( ټانک، کوزجنوبي وزیرستان، برجنوبي وزیرستان او ډيره اسماعیل خان) ضلعو مشتمل دي او څیړونکي وایي د ترهګرۍ او هر ډول ناامنۍ پرضد په لومړي صف کې ولاړو پولیس سرتيرو ته دا د ګاډو اسانتياوې ورکول د نشت برابر دي.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو پخوانی مرستيال مشر رحمت خان وايي، پوليس د هر ډول بدامنۍ، ترهګرۍ، نشه اي توکيو د قاچاقبرو، او نورو ورانکارو په وړاندې تر ټولو لومړی ولاړ دي او په اووه ضلعو کې پولیسو ته اته بکتربند ګاډي ورکول دا د نشت برابر دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل جنوبي ضلعو کې پولیسو سره هغه وسايل نشته کوم چې په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پرضد دوی وکاروي، لکه بکتر بند يا بلټ پروف ګاډي، نوې جديدې وسلې، مضبوطې ودانۍ او په خصوصي توګه د ترهګرۍ پرضد روزنې هم نه لري.

هغه زیاته کړه پکاره ده چې د ترهګري مخنیوي د پاره دوی ته فنډونه سیوا کړل شي چې نوې وسلې او نور مهمات پرې واخلي .

خبریال فاروق مسید ډیوه ته وویل اته بکتر بند ګاډي خو یوازې د یوې ضلعې د پاره ناکافي دي او زیاته یې کړه چې لرې پرتو سیمو کې تر ټولو لویې شکایت دا وي چې تر برید وروسته پوليس سمدستي د پېښې ځایی ته ونه رسیږي.

هغه وویل د برید ځای ته په فوري توګه د نه رسیدو یو علت دا هم دی چې پولیس د وسله والو بریدونو څخه د بچ کېدو په خپله اسانتیا نه لري.

هغه وویل په داسې حالاتو کې ښکاري چې وسله وال نور ډاډه شوي او په پراخه کچه فعالیتونه کوي.

هغه وویل د قبایلي سیمو پولیس خو هیڅ قسم اسانتیا نه لري او په نورو سرکاري ودانیو کې یې تاڼې او چوکۍ جوړې کړې دي چې هغه غیر محفوظې دي او چې کله برید پرې وشي بیا په خپله ګشتي پارټۍ ګاډی یا د ژوبل عسکرو وړلو د پاره ایمبولینس نه لري.

هغه وویل باید د دغو سیمو پولیس بکتر بند يا بلټ پروف ګاډي، نوې عصري وسلې، مضبوطې ودانۍ او په خصوصي توګه د ترهګرۍ پرضد روزنې ولري.

د ټانک ضلعې د پولیسو یو افسر د نوم نه اخستو په شرط ډیوه ته وویل په دې وروستیو کې په لرې پرتو سیمو کې چوکیو کې ډیوتي کونکو پولیسو ته د شپې پر مهال د لیدلو شیشې او نوې جدیدې وسلې ورکړل شوي چې دهغې له امله یې یو شمیر بریدونه په شا تمبولي دي.

هغه وویل دغه ګاډو ترلاسه کولو سره به د پولیسو د امنیت صلاحیت نور ښه شي.

هغه وویل دا خبره درسته ده چې پولیس اوس هم لا هغه وسایل نه لری کوم چې په کار دي خو بیا هم ډیر په زړورتیا سره د ترهګرۍ او د نورې ناامنۍ مقابله کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG