لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: پاکستان کې تېر کال د ترهګرۍ وژنې په نړیواله کچه زیاتې خو افغانستان کې 58 فیصده کمې وې


واشنګټن ــــ په یوه نوي رپوټ کې ویل شوي چې پاکستان په تېر 2022م کال کې په ترهګرۍ کې د خلکو د مړینې په لحاظ په ټوله نړۍ کې پر دویم نمبر وو، چې وایي 643 کسان یې وژل شوي او د وړم کال په نسبت پکې 120 فیصده زیاتوالی راغلی چې 292 کسان یې وژل شوي وو.

په اسټرېلیا کې د اقتصاد او امن د انسټیټیوټ له خوا خپور شوي د ګلوبل ټیریرزم انډکس په کالني رپوټ کې ویل شوي، تېر کال پاکستان په جنوبي اېشیا کې تر ټولو د زیاتو ترهګرو بریدونو او وژنو له کبله تر افغانستان مخکې وو. افغانستان له 2017م کال راهیسې پر دې نمبر وو.

رپوټ وایي په 2022م کال کې د غربي افریقې په هېواد بورکینا فاسو کې په نړیواله کچه تر ټولو زیات خلک وژل شوي چې شمېر یې له 759 څخه 1,135 ته زیات شوی دی.

ګلوبل ټیریرزم انډکس وایي، په 2022م کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ بریدونه 75 فیصده او د خلکو وژنې 58 فیصده کم شوي، خو وایي بیا هم پرله پسې په څلورم کال هم له ترهګرۍ "ډېر اغیزمن" هیواد وو، چې وایي د 633 کسانو وژنه پکې ریکارډ شوې ده. رپوټ وایي:

"په افغانستان کې [د ترهګرۍ د پېښو او وژنو] د کموالي لوی سبب د 2021م په اګست کې د کابل تر سقوط وروسته پر هیواد د طالبانو واکمني کېدای شي، څنګه چې طالبان اوس د هېواد پر اکثره برخه واکمن دي، د دوی بریدونه زموږ د ترهګرۍ په تعریف کې نه راځي."

په رپوټ کې راغلي، په 2022م کال کې په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې له وژل شویو خلکو څخه نهه فیصده په افغانستان کې وو او دا‌ تر وړم کال کم دي چې 20 فیصده وو.

جي ټي‌ ای وایي داعش خراسان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته "تر ټولو د فعالې ترهګرې ډلې" په توګه مخې ته راغلې ده، وایي په 2022م کال کې یې 422 کسان وژلي، چې په دې کال کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ټولو وژنو تقریباً 67 فیصده جوړوي.

رپوټ وایي‌ په پاکستان کې په تېره لسیزه کې کال په کال د مرګ ژوبلې کچه تر ټولو زیاته وه او د ترهګرۍ په پېښو کې په ټولو وژل شویو کسانو کې 55 فیصده پوځيان وو. وایي پاکستان د دغو وژنو د بیړني‌ زیاتوالي له کبله په انډکس کې شپږم نمبر ته رسېدلی دی.

ګلوبل ټیریزم انډکس وایي د بلوڅانو وسلواله ډله بلوچستان لیبریشن آرمي تېر کال په پاکستان کې د ترهګرۍ د 36 فیصده یا درې برخې وژنو ذمه واره وه چې وایي تر وړم کال نهه چنده زیاتوالی پکې راغلی او له دې کبله دا ډله "په نړۍ کې تر ټولو په تېزۍ وده کوونکې ترهګره ډله جوړوي":

"بي ایل اې په هیواد کې د تر ټولو وژونکې ترهګرې ډلې په توګه تحریک طالبان پاکستان شاته پرېښوو او د وژنو کچه یې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده".

رپوټ وایي بلوچستان لیبرېشن آرمي په 2022م کې په هر برید کې 7.7 کسان وژلي، خو د دې په نسبت یې په 2021م کې په هر برید کې 1.5 کسان وژلي وو. وایي تېر کال چې د 233 کسانو وژنه بي‌ ایل اې ته منسوب ده په هغوی کې 95 فیصده پوځیان وو.

د بي ایل اې په ګډون د وسلوالو بلوڅانو څو نورو تنظیمونه هم دعوه کوي چې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي او تور پورې کوي چې د پاکستان حکومت د دوی قدرتي وسایل په جبر لوټي او له دوی سره توپیري چلند کوي، خو اسلام اباد دا تورونه نه مني.

پاکستان، امریکې او برتانیې بي ایل اې او ټي ټي پي دواړه د ترهګرو تنظیمونو په توګه اعلان کړي دي.

د ترهګرۍ نړیوال انډکس وایي د ترهګري بنیادي تمرکز له افغانستان سره د پاکستان پر پوله دی چې وایي 63 فیصده بریدونه او 74 فیصده وژنې په همدې سیمه کې کېږي.

په اسټرېلیا کې د اقتصاد او امن د انسټیټیوټ مشر سټیو کلیلیا وایي، اوس چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي او رپوټونه وایي د ټي ټي پي غوندې ترهګرو ډلو مشران افغانستان د پناه ځای په توګه کاروي نو امکان شته د ترهګرۍ ضد هڅو سره سره د افغانستان او پاکستان پر پوله د ترهګرۍ فعالیتونه دوام ولري.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG