لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډونلډ بلوم: په څو ورځو کې به د ايي اېم اېف او پاکستان د پور تړون وشي


په پاکستان کې امریکايي سفير ډونلډ بلوم ويلي، امریکا د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پور د پروګرام پوره ملاتړ کوي او تمه یې څرګنده کړې چې د ايي اېم اېف سره د پاکستان د پور پروګرام چې د ځنډ ښکار دی په څو ورځو کې به دغه تړون وشي.

د اېکسپرېس ټريبيون په وېب پاڼه د ورکړی شوي خبر ترمخه ډونلډ بلوم پرون د نهې په ورځ په اسلام اباد کې په يوه دستوره کې د ګډون وروسته خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، امریکا د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ د تړون هيله لري او امریکا په دغه برخه کې د پاکستان مرستو ته تیاره ده.

امریکايي سفير د ترهګرۍ د چېلنج په وړاندې د مبارزې په لړ کې هم پاکستان سره د مرستو چمتو والی څرګند کړی دی.

د اقتصادي مشکلاتو سره مخ هېواد پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام خبرې د تېرې يوې مودې راهسې روانې دي، خو تراوسه پورې د پور پروګرام نه دی بحال شوی.

په 11م مارچ د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو، مخکنی وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] د پور د پروګرام د بحالۍ ناکامه کولو هڅه کوي.

او له دغې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي وو، د ملک د ديواليه کېدو خطره نشته او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د نهمې ارزونې په پوره کېدو کې د هغه د توقع څخه هم زيات وخت لګي او هيله یې څرګنده کړې وه چې د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ به په يو څو ورځو کې لوظنامه وشي.

د پاکستان د خزانې وزير بيا بيا دعوه کوي چې ملک به ديواليه نه شي خو اقتصاد پوهان وايي څو پورې چې د نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف څخه پاکستان ته د پور پروګرام نه وي بحال شوی د ملک ديواليه کېدو خطرې به شتون لري.

د ايي اېم اېف او پاکستان د پور د پروګرام په لړ کې د امریکا د مرستو د يوې پوښتنې په ځواب کې په وروستيو کې د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ویلي وو،

"په دغه لړ کې به پاکستان له په خپله پرېکړې کول وي، مونږ پاکستان هڅوو چې د ايي اېم اېف سره کار وکړي په ځانګړي ډول په هغو اصلاحاتو کې، کوم چې د پاکستان کاروباري ماحول ښه کوي".

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصادي مشکلات د کوم بل هېواد نه بلکې د خپله لاسه دي.

د اقتصاد پوهانو په نظر څو پورې چې د نړيوالې مالياتي ادارې د پور پروګرام نه وي بحال شوی د پاکستان د ديواليه کېدو خطرې به سېوا کیږي او کله چې د ايي اېم اېف پروګرام بحال شي دا به د پاکستان دپاره د نورو هېوادونو او ادارو لخوا دغه هېواد ته د مالي مرستو لارې هم پرانيزي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG