لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو این ایچ سي آر: ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو او کوربه خلکو سره سږ 613 میلین ډالرو ته اړتیا ده


واشنګټن ــــ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یو این ایچ سي آر وایي د افغانستان په پینځو ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو او کوربه خلکو لپاره یې سږ کال د 613 میلینه ډالرو غوښتنه کړې ده.

یو این ایچ سي آر د مارچ پر 14مه په خپل بیان کې ویلي، د بشري چارو په برخه کې له خپلو متحدینو سره په ګډه یې یو پلان تیار کړی چې له 7.9 میلینه کسانو سره مرسته وکړي.

وایي په دغو کې د کډوالو په ګډون 5.2 میلینه افغانان او 2.7 میلینه د هېوادونو کوربه وګړي دي چې افغانان ورسره له اوږدې مودې د کډوالو په توګه ژوند کوي:

"په دغو کې هغه خلک چې مرستو ته اړتیا لري تر اویا فیصده زیات یې ښځې او ماشومان دي".

یو این ایچ سي آر وایي په روان 2023م کال کې د افغانستان د حالاتو له کبله یې د خپل «ریجنل ریفیوجي ریسپانس پلان» لپاره 613 میلینه ډالرو له هغو افغانانو سره د مرستې لپاره غوښتې دي چې په ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې اوسېږي.

د کډوالو دغه نړیواله اداره وایي په دغو پینځو هېوادونو کې دا مهال ټول 8.2 میلینه یعنې 82 لکه افغانان ژوند کوي چې وایي په هغوی کې تر دوه میلینه یعنې شل لکه زیات خلک له دوی سره د کډوالو په توګه رجسټر دي.

ملګري ملتونه وایي‌ په دغو کې ډېر افغانانو له لسیزو راهیسې په دغو هېوادونو کې ژوند کوي چې زیاتره یې په ایران او پاکستان کې دي، وایي له نورو سره سره دغو دوو هېوادونو افغانان "په سخاوت سره" ځای پر ځای کړي او هغوی ته یې عامه خدمتونو ته لاسرسی ورکړی دی:

"اټکل کېږي چې له 2021م کال راهیسې د سیمې هېوادونو ته 1.6 میلینه کسان کډه شوي‌ دي".

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې په لکونو افغانان یو ځل بیا ایران او پاکستان ته کډه شوي چې ډېری یې په دغو هېوادونو کې پولیسو د قانوني‌ اسنادو د نه لرلو له کبله نیولي او زندانونو ته یې اچولي دي.

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې دننه یې هم له خلکو سره د بشري مرستو لپاره یو جلا پلان پیل کړی دی او د هغه لپاره یې له نړۍ 4.62 اربه ډالر غوښتي چې په 2023م کال کې له شاوخوا 23.7 میلینه افغانانو سره مرسته وکړي:

"افغانستان د نړۍ په لویو او بېخي سختو بشري بحرانونو کې شمېرل کېږي، چې د ابادۍ په درې کې دوې برخې یعنې د ښځو او نجونو په ګډون 28.3 میلینه خلک یې بشري او د ژغورنې مرستو ته اړتیا لري".

یو این ایچ سي آر وایي په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په ګډون پر افغانو مېرمنو د وروستیو بندیزونو له کبله د بشري مرستو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب اړتیاوې نورې هم زیاتې شوې دي.

وایي ملګري ملتونه او متحدین یې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان خلک هېر نه کړي او له پامه یې ونه غورځوي، ځکه چې وایي‌ بشردوست متحدین یې پر چېلنجونو برسېره په افغانستان کې خلکو ته مرستې رسوي.

ملګرو ملتونو په 2022م کال کې هم له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره له نړۍ 623 میلینه ډالر غوښتي‌ وو، چې وایي په هغوی کې یواځې 52 فیصده یعنې 321 میلینه ډالر ورکړل شوې وې او یو این ایچ سي آر د کوربه ټولنو په ګډون له میلینونو افغان کډوالو سره پرې مرستې کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG