لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپوټ: په امریکا کې د کرکې په بنیاد جرمونه د تېرو درو لسیزو په نسبت ډېر زیات شوي دي


واشنګټن ـــــ د امریکې د پلټنو مرکزي اداره ایف بي‌ ای د کرکې په بنیاد جرمونو په اړه د خپل کالني رپوټ په ضمیمه کې وایي، چې په امریکا کې په 2021م کال کې د نفرت جرمونه په درامایي توګه زیات شوي دي او شمېر یې یوولس سوه ته نیژدې شوی دی.

د رپوټ د نویو معلوماتو له مخې وړم کال په امریکا کې د کرکې 10,840 پېښې رپوټ شوې دي چې وایي دا تر 2020م کال 31 فیصده زیاتې شوې دي چې هغه کال 8,263 پېښې رپوټ شوې وې.

ایف بي ای وایي د دې رپوت په بشپړولو کې یې د ټولې امریکې په 18,812 امنیت ساتونکو ادارو کې له 11,883 څخه دغه معلومات را غونډ کړي دي.

ایف بي ای تر دې مخکې په 2021م کال کې د نامکملو معلوماتو په بنیاد د کرکې د جرمونو رپوټ شوې پېښې 7,262 ګڼلې وې. په 2022م کال کې د نفرت د پېښو رپوټ به د روان کال په مني یا خزان کې خپرېږي.

د کېلیفورنیا په سټېټ پوهنتون سان برنارډینو کې د کرکې او توندروۍ د مطالعاتو د مرکز مشر براین لېون وایي، په 2021م کال کې د کرکې په بنیاد جرمونه په تېرو درو لسیزو کې تر ټولو زیات وو.

ښاغلي لېون له وي او اې سره په مرکه کې وویل، چې د پولیسو د معلوماتو په بنیاد د امریکې په لویو ښارونو کې د کرکې په بنیاد پېښې تېر کال زیاتې شوې دي:

"دا رپوټ د یو نوي ډاروونکي وخت عکاسي کوي چې پکې موږ له ډېرو کلونو [د نفرت د پېښو] زیاتېدونکی شمېر وینو او بیا په 2021م کال کې ټول ریکارډونه مات شول".

ایف بي ای د کرکې په بنیاد جرمونو تعریف د یو داسې مجرمانه فعل په توګه کوي چې وایي د تر سره کوونکي له خوا "د نسل، مذهب، معذورۍ، جنسي تندې، قوم، جنسیت او جنسيتي پېژندنې خلاف د نفرت په بنیاد تر سره کېږي".

په 2021م کال کې د نفرت په بنیاد جرمونو تر ټولو زیاتو پېښو کې وېره ترهه، ساده برید او تباهي جوړول، زیان اړول او ورانکاري شامل دي.

د ایف بي ای د رپوټ په ضمیمه کې د تعصب پینځه ډولونه په سر کې ګڼل شوي دي چې په هغوی کې د تورپوستو دښمني، د سپین پوستو دښمني، د همجنس نارینه وو مخالفت، د یهودیانو مخالفت او د اېشیایي خلکو دښمني شامل دي.

د تورپوستو خلاف د کرکې جرمونه 14 فیصده زیات شوي او 3,277 پېښې رپوټ شوې دي، د سپینو خلاف پېښې 27 فیصده زیاتې شوې او 1,107 پېښې رپوت شوې دي.

ایف بي ای وایي په امریکا کې د اېشیایي خلکو په ضد د تعصب پېښې تر ټولو زیاتې 167 فیصده ته ختلې دي چې د ټولو پېښو شمېر 746 ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د یهودانو خلاف د کرکې پېښې هم په تېر کال کې 28 فیصده زیاتې شوې دي چې شمېر یې له 683 څخه 871 ته رسېدلې.

همدارنګه له همجنس بازانو د کرکې کچه 40 فیصده زیاته شوې چې د پېښو شمېر یې له 673 څخه 948 ته رسېدلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG