لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چېلنجونو د مقابلې د پاره پاکستان مشورو ته اړتيا نه لري، د زلمي خليلزاد څرګندونو ته د پاکستان ځواب


پاکستان د افغانستان دپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څرګندونې رد کړي او ويلي يې دي، د چېلنجونو د مقابلې دپاره پاکستان "ناغوښتل شوو مشورو" ته اړتيا نه لري.

د پاکستان د دولتي خبري ادارې [اې پي پي] د خبر ترمخه د بهرنيو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ويلي، "مونږ [پاکستان] چې نن د کومو چېلنجونو سره مخ يو د مقابلې دپاره یې د هيچا څخه د لېکچرو او مشورو اړتيا نه لرو".

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت دغه غبرګون د زلمي خليلزاد د هغو څرګندونو په ځواب کې ويلی چې نوموړي پاکستان ته د ورپېښو چېلنجونو په اړوند څرګندونې او وړانديزونه کړي وو.

خليلزاد د نهې په ورځ په ټويټر ويلي،

"پاکستان د درې اړخيزه سياسي، اقتصادي او امنيتي بحران سره مخ دی. باوجود د توان يا ظرفيت کمه کارکردګي لري او د خپل سيال هند څخه ډېر شاته پاتې دی". او نوموړي پاکستان ته خپل فکر څرګند کړی دی.

هغه ویلي، "د خپلو سياسي مشرانو پرله پسې نسل کشي کول، په زندانونو کې اچول، پانسي کول، وژنې او نور، دا ناسمه لاره ده. د عمران خان نيول به يواځې بحران نور سېوا کړي".

خليلزاد بيا وړاندېزونه کړي چې د هغه په نظر پاکستان دې "لومړی ګام، د بحران د مخې نيولو دپاره د جون د میاشتې په لومړو کې د قامي انتخاباتو نېټه وټاکي".

هغه زياته کړې چې" مهمه سياسي ګوندونه دې د دې وخت نه ګټه پورته کړي چې څه غلط شوي دي، او د ملک ژغورنې، ثبات، امنيت او سوکالۍ دپاره دې يو ځانګړی پلان وړاندې کړي. هر ګوند که انتخابات وګټي د ولس لخوا به ورته مېنډېټ ترلاسه شي چې هغه بيا څه غواړي".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند صدر پروېز الهي د ټويټر څخه ويل شوي، چې زلمي خليلزاد په عمران خان د تشدد غندنه کړې او په نړيواله ټولنه کې یې د پي ډي اېم د فاشسټ حکومت مخ بربنډ کړی دی.

او د پي ډي اېم په ايتلافي حکومت کې شامل د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، "د سي ايي اې استازي زلمي خليلزاد د عمران خان په حق کې ټویټ کړی او د هغه په نیولو یې احتجاج کړی. دا زمونږ د دريځ تاييد دی چې دی [عمران خان] غېر ملکي استازی او ايجنټ دی".

د نهې/ سه شنبې د ورځې نه په لاهور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان د نيولو د هڅو په مهال د پوليس او تحریک انصاف ګوند د پلویانو ترمنځ پېل شوې نښتې د شورو/ چهارشنبې د ناوختې پورې روانې وې.

خو پرون بیا د لاهور هایکورټ نن د زيارت د ورځې سهار لسو بجو پورې پوليسو ته د دغو عملیاتو ودرولو حکم کړی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند هایکورټ ته د دغو عملياتو ودرولو خواست کړی وو.

پوليس هڅې کوي چې عمران خان د اسلام اباد د عدالت لخوا د ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتارۍ کې ونيسي او عدالت ته یې وړاندې کړي خو عمران خان ويلي د 18م مارچ پورې ضمانت ترلاسه کړی.

د پنجاب حکومت د لاهور په زمان پارک کې د عمران خان د نيولو د عملياتو په اړوند ويلي چې عمليات په عارضي توګه ودرول شوي دي.

د پنجاب حکومت په ټويټر ويل شوي چې د تحریک انصاف د غړو سره په نښته کې 58" پوليس ژوبل شوي، څو ګاډي سوځول شوي او سرکاري املاکو ته تاوان اړول شوی دی".

خو د تحریک انصاف ګوند مشر مخکني وزيراعظم عمران خان تور لګولی په غړو یې نېغې ډزې شوي دي.

اېمنسټي انټرنېشنل په لاهور کې روانو حالاتو باندې اندېښنه څرګنده کړې او په پاکستاني چارواکو یې د زغم او د بشري حقونو يقيني کولو د خیال ساتلو غږ کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG