واشنګټن – د ترکیې په هغې سیمه کې چې زلزلې ځپلې وه او خلک پکې دا مهال په کېږدیو او کانټینري کورونو کې اوسېدل، د شورو یا چهارشنبې په ورځ سېلابونه راغلي او لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې مړه شوي دي.
له دې سره به په ولسمشر اردوان باندې له ټاکنو مخکې فشار نور هم زیات شي.
چارواکو ویلي، چې سېلابونو ځینې خلک وړي هم دي.
په ترکیه کې د تېرې میاشتې زلزلې چې ځواک یې د ریختر په کچه ۷.۸ درجې و تر ۴۸۰۰۰ زیات کسان مړه کړي او همدارنګه نېږدې ۶۰۰۰ کسان په سوریه کې هم مړه شوي.
دا په یادې سیمه کې په اوسني وخت کې په طبعي پېښه کې په یو وخت تر ټولو زیات مړي دي.
د دغې طبعي حادثې په سیمه کې چې یولس ولایتونه پکې شامل دي په لکونو ژوندي پاتې شوي خلک په خیمو او کانټینري کورونو کې اوسېږي.
په دغه سیمه کې د نهې یا سې شنبې په ورځ سخت بارانونه وشول او د هوا پېژندنې ادارې اټکل کوي چې د شورو یا چهارشنبې تر ناوخت به دوام وکړي.
ترکي چارواکو ویلي، چې سېلابونو په په شمال کې د سوریې پولې په ۵۰ کیلومټرۍ کې په سنلیورفا کې ۱۲ کسان مړه کړي.
همدارنګه د یو کلن ماشوم په ګډون دوه نور کسان په ادیمن سره نېږدې مړه شوي او پنځه نور لادرکه دي.
په انځورونو کې ښکاري د سېلاب اوبو موټرې په مخه کړي او د زلزلې قربانیانو ته موقتي جوړ شوي کورونه یې ډنډ کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان له زلزلې وروسته څو ځله سیمې ته تللی او له خلکو سره یې ژمنه کړې چې ټوله سیمه به په یو کال کې بېرته رغوي.
اردوان د شورو یا چهارشنبې په ورځ پارلمان ته وینا کې وویل، "د راتلونکې کال تر پایه پورې به مونږ ۳۱۹۰۰۰ کورونه جوړو."