لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلينکن: راځئ چې په امریکا او بهر کې د مسلمانانو په ملاتړ د کرکې په مقابله کې کار وکړو


امریکې 15م مارچ د اسلاموفوبيا يا اسلام څخه د کرکې په وړاندې د مبارزې ورځ نمانځلې او د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، "راځئ چې په امريکا او بهر کې د مسلمانانو په ملاتړ د کرکې په مقابله کې کار وکړو".

د امریکې د بهرنيو چارو وزير ویلي، "په دې ورځ مونږ د نړۍ پام هغو خلکو ته راګرځوو څوک چې د خپلې پېژندګلو، کړنو،اسلام قبلولو يا مسلمانېدو له امله ځورول کیږي، نيول کيږي، بندي کيږي او يا وژل کيږي".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "هر تن، هر چرته د فکر د ازادۍ، ضمیر، مذهب او عقيدې د ازادۍ د حق سره دا ازادي لري چې خپله عقيده بدله کړي يا يوه عقيده ونه لري".

او د دې ترڅنګ "هر سړی په يواځې يا په ټولنه کې د نورو سره، په شخصي يا عامه توګه، د عبادت او عقيدي ښکاره کولو،په عمل کې راوستو او نورو ته د ښودلو ازادي لري".

"امریکا به د هغو خلکو دپاره غږ پورته کوي څوک چې وړتيا لري چې د خپلې عقيدي او ضمير مطابق ژوند تېر کړي او د هغو به دپاره غږ پورته کوي چې مخالفت یې شوی دی".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې ويلي، "څنګه چې مسلمانان په ګرده نړۍ کې د روژې د مقدسې مياشتې تياريانې کوي روژې نيسي او د ټولنو د پاملرنې وخت دی راځئ چې په امریکا دننه او بهر د دوی خلاف د کرکې په وړاندې کار وکړو".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، "په ګرده نړۍ کې مسلمانان اکثره د مذهبي عقيدې په سر د کرکې او توپير سره مخ دي".

تېر کال ملګرو ملتونو د مارچ 15د اسلاموبيانو په وړاندې د مبارزې ورځ اعلان کړې وه. په دې نېټه په نیوزي لېنډ کې په کرایسټ چرچ ښار کې په دوه جوماتونو د ترهګرو بریدونو څلور کاله پوره کيږي. په دغه ورځ 51 مسلمانان عبادت کوونکي وژل شوي او 40 نور ژوبل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د مذهبي ازاديو یا عقيدې استازي په کال 2021م کې د بشري حقونو شورا ته ویلي وو چې "د مسلمانانو سره په منظم ډول د شک په بنياد کېدونکی چلند سېوا شوی دی".

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش ویلي، "د اسلاموفوبيا په وړاندې د مبارزې لومړۍ نړیواله ورځ د مسلمانانو ضد د کرکې د زهرو له مينځه وړلو غوښتنه ده".

هغه ويلي "امتیازي سلوک مونږ ټول کموي بايد مونږ یې پرضد ودريږو. نن او هره ورځ مونږ بايد د شريک انسانيت ويشونکو پرضد ودريږو".

د اسلاموفوبيا په وړاندې د مبارزې په نړیواله ورځ د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف هم ویلي، "پاکستان د عقيدې په اساس د مسلمانو سره د هر ډول کرکې، او د دوی سره د امتیازي سلوک ختمولو په لړ کې د نړیوالې ټولنې سره ولاړ دی".

هغه ویلي، "اسلام هم د نورو مذهبونو په څېر د زغم، احترام، امن او بشري پرمختيا لپاره ولاړ دی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG