لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېو دي چلډرن: طالبان دې په نوي‌ تعلیم کال کې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي


واشنګټن ــــ د ماشومانو د ژغورنې اداره «سېو دي چلډرن» وایي په افغانستان کې چې څو ورځې وروسته نوی تعلیمي کال پیلېږي تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم باید اجازه ورکړل شي چې تر اتلس میاشتني بندیز وروسته سکولونو ته لاړې شي.

طالبانو لا تر اوسه د دې ادارې غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو په تېر یو نیم کال کې یې څو ځله ویلي چې د جینکو پر تعلیم یې بشپړ بندیز نه دی لګولی او کله چې د هغوی د تعلیم لپاره مناسبې تیارۍ وکړي اجازه به ورکړي چې سکولونو ته لاړې شي.

«سېو دي چلډرن» د مارچ په 16مه پر خپله ویبپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، که طالبان د نجونو پر ثانوي تعلیم بندیز ختم نه کړي په دې بېوزلي هېواد کې به د کم عمرۍ ودونه زیات شي:

"[د دوی بندیز به] د راتلونکي نسل نیمایي برخه د کار له قوته بې برخې کړي او کورنۍ به نورې هم په بېوزلۍ اخته کړي چې د دې هیواد په راتلونکي به ژور او ناوړه اغېز وکړي".

د ماشومانو دغه اداره وایي د 2021م کال په اګست کې چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي دي تر درې میلینه زیاتې هغه نجونې له تعلیمه بې برخې کړل شوې دي چې مخکې تر شپږم ټولګي پورته سکولونو کې داخله وې.

«سېو دي چلډرن» پر طالبانو ږغ کړی چې دغه بندیز دې ژر تر ژره ختم کړي او نجونو ته دې اجازه ورکړي چې د مارچ پر 21مه د سکولونو له پرانیستلو سره تعلیم ته بشپړ لاسرسی ولري.

په افغانستان کې د دې ادارې مشر اولیور فرانچي وایي، دا په نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې پکې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګېدلی دی، خو بیا هم هغوی د خپل ښه راتلونکي لپاره هڅې کوي:

"دوی [افغانې جینکۍ] پوهیږي چې د کامیابۍ ښه لاره د سکول لاره ده، کله چې د دوی تعلیم بند شي، دوی د کم عمرۍ له ودونو، تشدد، ناوړه چلند او د استحصال له نورو بڼو سره مخ کیږي".

د مرکزي افغانستان اوسېدونکې 16 کلنې عایشې د «سېوي دي چلډرن» له خوا چلېدونکي سکول کې تر شپږم ټولګي پورې تعلیم کړی خو وایي خپلو لوړو زدکړو ته دوام ورکول غواړي. «سېوي دي چلډرن» د هغې له خولې لیکلي:

"شپږم ټولګی زموږ لپاره هیڅ هم نه دی، موږ غواړو های سکول ته دوام ورکړو، که موږ یواځې له شپږم ټولګي فارغېږو نو موږ هیڅ هم نه شو کولای، په دې موږ نه کار پیدا کولای شو او نه پوهنتون ته تلای شو".

د عایشې مور 37 کلنه خدیجه وایي، د عایشې په ګډون څلور لوڼه یې د «سېو دي چلډرن» په سکول کې وې او څلورواړه مجبوره دي چې تعلیم یې په نیمی کې پاته شي.

مېرمن خدیجه وایي دا خپله بې تعلیمه ده او حتی د سړک بورډونه هم نه شي لوستلای چې پوه شي چېرې ده. وایي د دې راتلونکی ښه نه دی خو غواړي لوڼه یې تعلیمیافته شي:

"که [د نجونو لپاره] د اعلی تعلیم موقع نه وي، موږ مجبوره یو چې خپلې لوڼې په کم عمرۍ کې واده کړو ځکه چې له دې پرته هغوی په ټولنه کې خوندي نه دي".

د «سېو دي چلډرن» مشر اولیور فرانچي وایي، دا ډېره مهمه ده چې د سکولونو له پرانیستل کېدو سره نجونې له تعلیمه پاته نه شي.

پینځه ورځې وروسته د مارچ پر 21مه د نوروز په ورځ په افغانستان کې د سړو او مرکزي سیمو سکولونه پرانیستل کېږي، خو طالبانو تر اوسه لا نه دي ویلي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته به سکولونو او پوهنتونو ته د تلو اجازه ورکړي که نه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG