لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: د پاکستان د ايټمي او ميزايل پروګرام په اړوند ناسم اټکلونه بدمرغي ده


د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، "د نړيوالې ايټمي يا جوهري توانايۍ ايجنسۍ ډايریکټر جنرل رافېل ماريانو ګروسي چې د پاکستان په سفر وو، په دغه مهال په ټولنيزو رسنیو او ورځپاڼو کې، د پوښتنو او دعوو د لارې د ملک ايټمي او ميزايل پروګرام په منفي انداز وړاندې کړی شوی دی".

د وزيراعظم دفتر پرون ناوخته په جاري کړي بيان کې ويلي، چې "د پاکستان ايټمي او ميزايل پروګرام يوه قامي اثاثه ده، رياست یې په زړورتیا حفاظت کوي، دا پروګرام په بشپړ ډول خوندي او د کوم فشار پرته دی".

په بيان کې زياته کړی شوې چې دا پروګرام دغه مقصد په هر ډول پوره کوي د کوم دپاره چې دغه توان ترلاسه کړی شوی دی.

او وزيراعظم شهباز شریف ويلي "د پاکستان د ايټمي او ميزايل پروګرام په اړوند ناسم اټکلونه بدمرغي ده".

د نړيوالې ايټمي يا جوهري توانايۍ ايجنسۍ د ډايریکټر جنرل رافېل ماريانو ګروسي تېره مياشت د پاکستان سفر کړی وو.

په وروستيو کې د پاکستان په ايتلافي حکومت کې شامل ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ يو مشر او سېنېټر رضا رباني ويلي وو، د پاکستان د ايټمي پروګرام په اړوند اندېښنې څرګندې کړی شوي دي.

نوموړي د وزيراعظم شهباز شريف نه غوښتنه کړې وه چې د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] په تړون کې د وروستو والي په اړوند اېوان په اعتماد کې واخلي، او زياته کړې یې وه داسې ښکاري چې پاکستان د يو داسې کردار ادا کولو دپاره نرمول کيږي کوم چې د دې ملک د قامي او سټراټيجيکي ګټو پرضد دی.

هغه ويلي وو ولس حق لري چې ورته وويل شي چې ايا زمونږ ايټمي اثاثې د چا په فشار کې دي؟ او ایا زمونږ د چين سره سټراټيجيکی اړيکې په خطره کې دي؟.

د پاکستان د ايټمي پروګرام په اړوند د خزانې وزير اسحاق ډار هم د زيارت په ورځ په برني اېوان سېنېټ کې د ګولډن جوبلي په غونډه کې څرګندونې کړي او ويلي يې دي "پاکستان په ايټمي پروګرام هیڅ جوړ جاړی نه کوي".

نوموړي زیاته کړې چې "مونږ د قامي ګټو ساتنه کوو او چاته دا حق نه دی ترلاسه چې پاکستان ته اووايي چې د کوم رېنج ميزايلې يا وسلې به ساتي".

تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د امریکې صدر جوبايډن ویلي وو، ښايي "پاکستان د نړۍ په خطرناکو هيوادونو کې دی" ځکه چې دغه هيواد "غېر منظمه ايټمي وسلې لري". خو پاکستان ويلي وو امریکايي صدر چې د پاکستان په اړه د کومو شکوکو شبهاتو اظهار کړی دی هغه سم نه دی.

د امریکې صدر جوبايډن د پاکستان په اړه دغه څرګندونې د ډېموکرېټک کانګريشنل کمپاېن کمېټۍ ته د وېنا په مهال کړې وې.

خو هغه وخت د پاکستان د توانايۍ وزیر خرم دستګير ويلي وو "د امریکايي صدر شکوک و شبهات غلط دي او زما مالومات د هغه وخت نه دي چې د دفاع وزیر ووم د پاکستان ايټمي وسلې نړیوالو ادارو څو ځله محفوظ ګرځولي دي، او کمانډ او کنټرول سسټم محفوظ دی".

هغه زياته کړې وه په نړيواله کچه چې څومره تحفظ پکار دی هغه کيږي او د امریکايي صدر بيان بې بنياده دی.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي]

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG