لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب د اطلاعاتو وزير: د لاهور زمان پارک ته د خېبرپښتونخوا نه وسله وال راغلي


د پاکستان د پنجاب صوبې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر عامر مير ویلي، "د دوی سره داسې معلومات دي چې د لاهور په زمان پارک کې د خېبرپښتونخوا نه وسله وال راغلي د يو تن تعلق د تحريک نفاذ شريعت محمدي سره دی د مولانا صوفي محمد نزدې تن وو د اته کاله بند وروسته راغلی دی".

عامر میر دغه خبره د پنجاب پوليسو د مشر عثمان انور سره په ګډه خبري غونډه کې کړې ده، نوموړي د سياسي ګوند پاکستان تحریک انصاف د نوم اخستو پرته ويلي، "دغه تن اوس په يو سياسي ګوند کې شامل شوی دی او دی د خېبرپښتونخوا مخکني وزيراعلا [محمود خان] د ځان سره شامل کړی وو او چې کله د لاهور د زمان پارک عملیات پوره شي د دې ټولو کسانو پرضد به کارروايي کولی شي".

تحریک نفاذ شریعت محمدي چې تندلاری تنظيم وو په کال 2009م کې د خېبرپښتونخوا د دير سره تعلق لرونکي صوفي محمد جوړ کړی وو. د پاکستان حکومت په کال 2002 کې دغه تنظم لاقانونه ګرځولی وو.

د لاهور په زمان پارک کې پوليسو د نهې د ورځې د راهسې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په يوه قضيه کې د نيولو هڅې پېل کړي او په دغه مهال د پي ټي ايي د غړو او پولیسو ترمنځ نښتې هم شوي دي. د پنجاب پوليس مشر ويلي په نښتو کې پوليس ژوبل شوي او سرکاري املاکو ته تاوان اړول شوی دی.

او تحريک انصاف ګوند وايي په غړو یې نېغې ډزې شوي اوښکې بهيونکی ګېس پرې کارول شوی دی.

په زمان پارک کې د وسله والو په موجودګۍ په ټولنيزو رسنيو تود بحث پېل شوی دی.

څيړونکي خبریال عقيل يوسفزي د شورو په ورځ په ټویټر ويلي، "پرون چې په زمان پارک کې کومې نښتې شوي پکې د يو لاقانونه ګرځول شوي تنظيم د پخواني وياند په ګډون ډېرو برخه اخستې بلکې ويناګانې یې هم کړي دي".

وروسته بيا نوموړي په يو بل ټویټ کې ويډیو خپره کړې او دعوه یې کړې ده چې "د دروغو یو حد وي، اقبال خان نومې تن اته کاله په بند کې تېر کړي د دوه يو خوریی طوطي د سوات په فتح پور کې د وزیرستان طالبانو په کال 2009 کې د ده په کهاته کې حلال کړی او دی يو کال وړاندې خوشی شوی او د محمود خان [د خېبرپښتونخوا مخکني وزیراعلا] وياند جوړ شوی، زمان پارک ته د ملګرو سره تللی دی".

وروسته د ياد تن ويډيوي بيان د تحریک انصاف ګوند د خېبرپښتونخوا اکاونټ څخه خپره شوې او ورته ليکل شوي چې "د سوات محمد اقبال خپل بيان جاري کړی، هغه د عمران خان په غږ په زمان پارک کې موجود دی او د لاقانونه تنظيم سره یې هیڅ تعلق نشته".

په ويډیو کې دغه تن چې سپين ږيری دی او په اردو ژبه کې خبرې کوي وايي، "په ميډيا يوه خاص طبقه دغې خبرې ته هوا ورکوي، زه د 28 اکتوبر 2022 نه د تحریک انصاف غړی يم په دې ګوند کې شامل شوی یم".

هغه په زمان پارک کې د موجودګۍ خبره کړې او ويلي يې دي چې "د هغه پرضد پروپېګنډا کيږي چې د لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره دی زما د لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره تعلق نشته".

خو نوموړي په دغه ويډيو د خپل تېر وخت په اړوند څه نه دي ویلي.

او تحریک انصاف ګوند د پنجاب د اطلاعاتو وزير عامر مير د خبري غونډې په غبرګون کې ویلي، "د خېبرپښتونخوا خلک ترهګر نه دي بلکې د ترهګرۍ ښکار دي، د پي ډي اېم حکومت دې د پنجاب د نګران حکومت د زمه وارو او افسرانو د لارې صوباييت او لسانيت ته د هوا ورکولو په ځای خپله اييني زمه واري پوره کړي او الېکشن دې وکړي".

عمران خان چې تراوسه پورې نه دی نيول شوی، د پنجاب پولیس چارواکي وايي د عدالت حکم په ځای کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG