لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي طالبانو د ښځو د حقونو په برخه کې د دوی هیلې نه دي پوره کړې


واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د حالاتو په اړه په متفقه رایو دوه قراردادونه منظور کړي دي، په یو کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) کار یو کال نور غزول شول او په بل کې د یوې ازادې ارزونې غوښتنه شوې ده چې د افغانستان د چېلنجونو د مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

بل لور ته د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ښځو پر تعلیم او کار د بندیزونو د ستونځې د حل کولو لپاره د دیني عالمانو یو بل پلاوی کابل ته لېږي.

امنیت شورا د پنجشنبې- زیارت په ورځ د سعودي او جاپان له خوا را غوښتل شوې غونډه کې د ادارې له عمومي مشر انتونیو ګوتېریش څخه وغوښتل په دې اړه دې یوه ازاده ارزونه وکړي چې د طالبانو له حکومت سره څه ډول چلند وشي او د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په ګډون د چېلنجونو مخه ونیول شي.

د رویټرز د خبر له مخې د امنیت شورا 15 غړو په اتفاق سره قرارداد منظور کړ چې په بنیاد به یې ښاغلی ګوتېریش له افغان سیاستوالو او شریکانو، اړوندو چارواکو، افغان ښځو، مدني ټولنو، سیمه ییزې او نړیوالې ټولنې سره له مشورو وروسته یوه ازاده او پوره ارزونه کوي او په نومبر کې به یې امنیت شورا ته سپاري.

په ملګرو ملتونو کې د عرب اماراتو سفیرې لانا نسیبه وایي دا دوه قراردادونه یې په داسې وخت منظور کړل چې افغانان له سختو چېلنجونو سره مخ دي:

"دې شورا په یوه مضبوط او متحد پیغام سره ځواب ورکړی دی، چې افغانستان او په ځانګړې توګه افغانې ښځې او نجونې به یواځې نه پرېږدي".

ملګرو ملتونو په خپل قرارداد کې اندېښنه ښکاره کړې چې له طالبانو یې کومې هیلې وې په هغه برخه کې لږ پرمختګ شوی دی. په قرارداد کې راغلي ‌دي:

"امنیت شورا د ښځو د مساوي، بشپړ او بامعني ګډون او د ښځو، ماشومانو، اقلیتونو او زیانمنو خلکو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي په ارزښت ټېنګار کوي".

د جاپان استازي ایشیکانې کیمي هیرو غونډې ته وویل، چې افغانستان له سترو چېلنجونو سره مخ دی، وایي د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر تعلیم، کار او ازادۍ د بندیزونو پرېکړې په دې هېواد کې بشري او اقتصادي حالت دوه چنده خراب کړی دی:

"د ترهګرۍ خطر لا هم پر ځای دی، دا ټول شیان د افغانستان پر خلکو ناوړه اغېزې لري، د بحران په دې وخت کې د «یوناما» رول ډېر زیات مهم او ضروري دی".

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغو دوو قراردادونو د منظورۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو سره له دې چې له افغانستان سره یې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه کړې ده، تر شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو او ښځو د تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې د هغوی د کار نړیواله غوښتنه یې لا نه ده منلې.

د اسلامي‌ همکاریو د سازمان مشر حسین براهیم طاها د پنجشنبې- زیارت په ورځ د موریتانیا په پایتخت نواکشوت کې د تنظیم د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل، کابل ته لېږونکی پلاوی به یې د اسلامي فقهې له نړیوالې اکېډمۍ سره په همږغۍ د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي براهیم طاها وویل دوی د نجونو او ښځو د تعلیم او کار، د ترهګرۍ په خلاف د مبارزې او له افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې شوې ژمنې له نیژدې څاري.

ملګرو ملتونو د 2023م کال لپاره له نړیوالو څخه له افغانستان سره د 4.6 اربه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده، ځکه چې وایي‌ د دې هېواد په درې کې دوې برخې خلک یعنې شاوخوا 28 میلینه وګړي سږ کال د ژوندي پاتې کېدو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG