لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ټي ډي: د پېښور په پوليس لاين کې شوی ځانمرګی بريد په افغانستان کې پلان شوی وو


د خېبرپښتونخوا د سي ټي پوليس چارواکو دعوه کړې چې د پېښور په پوليس لاين کې شوی ځانمرګی بريد د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] اتحادي ګروپ جماعت الاحرار کړی او په افغانستان کې پلان شوی وو.

د سي ټي ډي پوليس ایډيشنل ايي جي شوکت عباس نن په پېښور کې خبري غونډې ته وويل، "د ځانمرګی بريد کوونکي ملګری یې نيولی چې امتياز خان نوميږي، ده د ځانمرګي برید تربيت کړی دی او په تفتيش کې معلومه شوې ده که لومړی ځانمرګی چې تنظيمي نوم یې قاري وو که هغه ناکامه شوی وی نو بيا به دی کارول کېدو".

نوموړي وويل، "امتياز او قاري چا چې ځانمرګی بريد کړی د افغانستان په کندوز کې یې د قاري بصير په مرکز کې تربيت ترلاسه کړی وو".

د پېښور د بريد وروسته د پاکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو تور هم لګولی وو چې د دې برید لپاره وسله والو پاکستاني طالبانو د افغانستان خاوره کارولې ده.

خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دا خبره رد کړې او ويلي یې وو، چې ګواکې په پېښور چاودنه کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده.

هغه ويلي وو، پاکستان دې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي او کورنۍ پلټنې دې یې وکړي.

په پاکستان کې له دې وړاندې هم د ځينو بريدونو په اړوند پاکستاني چارواکو دعوې کړي چې د افغانستان خاوره پکې کارول شوې خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو او مخکنيو حکومتونو هم تل د پاکستان دعوې رد کړي دي.

د طالبانو د واکمنۍ نه وړاندې د افغانستان حکومتونو او امريکې تل په پاکستان داسې تورونه لګولي چې پاکستان په خپله خاوره هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان به هم تل دغه تورونه ردول.

شوکت عباس په خبري غونډه کې وويل، "د ځانمرګي بريد په ورځ د امتياز سهولت کار چې په پېښور کې وو دی یې د پېښور نه یې غايب کړی وو. "

نوموړي دعوه وکړه "په تفتيش کې دا هم معلومه شوې ده چې د ځانمرګي قاري او نيول شوي امتیاز مرکزي کردار يا پلان کوونکی غفار وو، او غفار د بريد په ورځ د قاري سره په تماس کې وو، اوس پولیس د دغه تن د نيولو هڅه کوي".

په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی بريد شوی او 84 کسان پکې وژل شوي چې زیاتره یې پوليس وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دې زمه واري منلې ده.

تحریک طالبان پاکستان ويلي وو په جومات ک د شوې حملې د دوی سره تعلق نشته. خو د تحریک طالبان پاکستان د سر بکف په نوم يو کمانډر مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې د بريد زمه واري منلې او ويلي یې وو دا د خالد خراساني انتقام وو.

پېښور کې په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته په درېمه فرورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې او غونډې ته د یادې پېښې او امنيت احوال وړاندې کړی شوی وو.

وزیراعظم شهباز شريف په ټويټر ويلي وو، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سېول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت يقيني کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي".

د اېپکس غونډې په اړه د وزيراعظم دفتر ويلي وو، "غونډې اتفاق کړی چې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره به د مرکز او صوبو ترمنځ يو سوچ او تګلاره جوړولی شي په ملک کې دننه د ترهګرۍ د مالي مرستو ټولې سرچينې به ختمولی شي".

د يادې پېښې وروسته چې په ملک کې د کلکو امنیتي ګامونو پورته کولو ویل شوي وو.

خو په 17م فرورۍ د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د پوليس په مرکزي دفتر وسله وال بريد شوی چې پکې د پوليس او رېنجرز ځواک د عسکرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او د 20 پورې نور ژوبل شوي وو.

پوليس هغه وخت ويلي وو درېو ځانمرګي بريد کوونکو دغه بريد کړی دوه خودکش د پوليس په ډزو کې وژل شوي او يو ځان ته چاودنه ورکړې وه.

تحريک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې وه.

څلور ورځې وړاندې د کراچۍ سي ټي ډي پوليس دعوه کړې وه چې د ياد بريد پلان کوونکي دوه ترهګر یې وژلي او دوه نيولي دي، پوليسو دعوه کړې وه چې دغه کسان د بريد وروسته د کراچۍ او بلوچستان په پوله پرته علاقه کې پټ شوي وو.

خو د وژل شوو خپلوانو وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي وو چې دغه کسان کسان پټ يا ورک نه وو بلکې په اووم مارچ پوليسو او په ساده جامو کې کسانو نيولي او بيا د پوليسو په جعلي مقابله کې وژل شوي وو. د دغه پېښې پرضد احتجاج هم شوی وو چې پکې د وژل شوو کسانو خپلوانو، د پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ ګوند سره نورو ګڼو کسانو ګډون کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG