لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د 8.5 ارب ډالرو پوځي وسلې اخستلو پرېکړه کړې ده


واشنګټن (رویټرز) - هند د زيارت- پنجشنبې په ورځ د ميزايلو، هيلي کاپټرو، توپخانې او ايلېکټرانک نظام د اخستلو پرېکړه کړې او د دې د پاره يې ورله د 8.5 ارب ډالرو منظوري ورکړې ده چې د پوځ غاښونه نور تېره کړي.

د هند د دفاع وزارت په يو بيان کې ويلي د پوځي ساز و سامان اخستلو ادارې ډيفېنس ايکويزيشن کونسل چې د درنو وسلو حاصلولو اختيار لري د 705 بيلين روپو چې 8.5 بيلين ډالر ترې جوړيږي د دې وسلو د اخستلو د پاره منظوري ورکړې ده.

په بيان کې ويل شوي، ټوله سودا به هندي کمپنيانې کوي او د دې تر څنګ د وزیراعظم نرېندرا مودي حکومت په دې زور کوي چې خپلې وسلې جوړې کړي او د دفاع ضرورتونه په کور پوره کړي.

د خپلو ګاونډي ايټمي طاقتونو لکه چين او پاکستان سره د تاوتريخوالي له کبله په خاصه توګه د چين سره د همالايه په پوله د وروستيو نښتو وروستو هند غواړي نوې وسلې واخلي چې د روس نه تر لاسه شوې زړې وسلې پرې بدلې کړي.

د بحري ځواک د پاره 560 بيلين روپۍ د چين په بحر هند کې د پوځي هلو ځلو وروستو د منظورۍ د پاره ځانګړې کړی شوي ځکه چې هند تېر کال په دې انديښنې څرګندې کړې وې.

په منظور شوو وسلو کې 200 اضافي براحموس ميزايلې، 50 هيلي کاپټرې او د بحريه د پاره اليکټرانک جنګي سامان شامل دي.

براحموس سپرسانک ميزايل د 300 کلوميټر پورې ويشتل کولی شي چې هند او روس په شريکه جوړ کړي دي. د لسو کالو راهسې د هند درې واړه ځواکونه دا ميزايل استعمالوي.

د دفاع کونسل د ميرين د پاره د ډيزل انجن جوړولو منظوري هم ورکړه چې د هند د پاره به وړومبۍ تجربه وي. کونسل د هوايي ځواک د پاره د اوږد مزل کونکو وسلو منظوري هم ورکړه چې سوخويي 30-ايم کی ايي جنګي جهاز يې وړلی شي.

پوځ ته اجازت ورکړل شوی چې 155ايم ايم/دوه پنځوست 307 يونټونه د توپخانې د پاره او وسله وړونکي پوځي ګاډي واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG