لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ: 53% خبریالانو کارونه بایللي 50% رسنۍ بندې او 237 پېښې رپوټ شوې


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ تنظیمونه وایي د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې 53 فیصده خبریالانو خپلې دندې بایللي دي او 50 فیصده رسنۍ د مالي ستونځو په ګدون د ډېرو سببونو له کبله بندې شوې دي.

د افغان خبریالانو تنظیمونو د مارچ 18مه د خبریالانو د ملي ورځې په توګه لمانځلې او پخپلو بیانونو کې یې اندېښنه ښکاره کړې چې د رسنیو او خبریالانو په ضد تاوتریخوالی په زیاتېدو دی او فعالیت یې د خرابیدو په خوا روان دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، په تېرو دوولسو میاشتو کې پر خبریالانو د تشدد پېښې دوه چنده زیاتې شوې دي او وایي په دې موده کې "د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ د سرغړونې لږ تر لږه 237 پېښې ثبت شوې دي، چې ګواښونه، نیول او له تشدده ډک چلند پکې شامل دي".

د افغانستان د خبریالانو ملي اتحاد په یو بیان کې وایي، د خبریالانو ورځ یې په داسې حال کې لمانځلې چې د خبريالۍ ټولنه له څو اړخونو له پرله پسې ستونځو سره لاس او ګرېوان ده:

"د 50 سلنه رسنیو په تړل کېدو 53 سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې بایللې دي، د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ قوانینو راتلونکی په یو مبهم حالت کې پاتې دی او د بد اقتصادي حالت له کبله یو شمېر خبریالانو درنو کارونو ته مخ کړی".

بلخ کې تېره اوونۍ پر خبریالانو تر چاودنې وروسته عکس.
بلخ کې تېره اوونۍ پر خبریالانو تر چاودنې وروسته عکس.

د ازادو رسنیو د ملاتړ تنظیم «نی» هم وایي، د طالبانو د حکومت له خوا په رسنیو باندې د محدودیتونو او اقتصادي ستونځو کبله ډېرې رسنۍ بندې شوې او د ښځینه خبریالانو په ګډون زرګونو خبریالان بې روزګاره شوي دي:

2023م کال له پیله تر اوسه پورې موږ د خبریالانو پر وړاندې د بدمرغه پېښو شاهدان یو، تر درو میاشتو په کمه موده کې د «نی» په دفتر کې د خبریالانو په ضد د تاوتریخوالي نیژدې 30 پېښې ثبت شوې دي".

تېره اوونۍ د بلخ په مرکزي ښار مزارشریف کې په تبیان کلتوري مرکز کې چادونه شوې وه چې پکې د دوو خبریالانو په ګډون درې تنه وژل شوي وو او 18 تنه نور ټپیان شوي وو. په ټپیانو کې هم اکثره خبریالان وو او چاودنه خبریالانو ته د ستاینلیکونو د ورکولو په غونډه کې شوې وه.

د خبریالانو تنظیم «نی» د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د رسنیو فعالیت ته درناوی وکړي او تر دې زیات د بیان ازادۍ ته د زیان اوښتو مخه ونیسي:

2023م کال پیل د رسنیو، خبریالانو، د رسنیو د فعالیت او د ژورنالیزم لپاره له چېلنجونو ډک وو، د روان کال له پیله ډېر وخت نه دی تېر شوی، چې موږ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو شاهدان یو".

د خبریالانو ملي اتحاد له نړیوالو ادارو او د طالبانو له حکومته غوښتي چې د رسنیو په وړاندې د خراب شوي حالت د بدلون لپاره دې اغېزمن ګامونه واخلي او د خبریالانو ستونځې دې ختمې کړي.

په هلند کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحاد هم په یو جلا بیان کې ویلي، چې لوږه، بېکاري، بېوزلي، کډوالي، معلوماتو نه او یا سخت لاسرسی هغه ستونځې دي چې افغان خبریالان ورسره لاس او ګریوان دي:

"په نړیواله ټولنه، ملګرو ملتونو، ملاتړ سازمانونو او د بشري مرستو پر بنسټونو غږ کوو چې په کړاوجنو او ترینګلو حالاتو کې د افغانستان خبریالانو ته د مرستې لاس ورکړي".

ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبري غونډې ته وینا کوي.
ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبري غونډې ته وینا کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریالانو د مرکز رپوټ له حقیقته لرې ګڼي او وايي دوی د بیان ازادۍ ته ژمن دي. مجاهد د شنبې- خالي په ورځ ازادي رېډیو ته ویلي، په تېر کال کې د خبریالانو په ضد دومره پېښې نه دي شوې څومره چې دې تنظیم ګڼلې دي.

د خبریالانو د ملاتړ تنظیمونو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بندو شویو رسنیو کره شمېر نه دی ښوولی خو د بې پولې خبریالانو تنظیم (آر ایس ایف) په دې وروستیو کې ویلي وو، چې په تېر څه باندې یو نیم کال کې په افغانستان کې د هر ډول 219 رسنۍ بندې شوې دي.

د آر ایس ایف د رپوټ له مخې د 2021م کال د اګست تر پینځلسمې مخکې په افغانستان کې ټولې 547 رسنیو کار کاوه خو وایي اوس یې شمېر 328 ته را کم شوی دی.

طالبانو په تېر یو نیم کال کې ګڼ شمېر خبریالان نیولي، وهلي ټکول او ځینې یې اوس هم په جبري توګه په بند کې ساتلي دي، له همدې کبله خبریالان په ډار کې دي او وایي چې د پخوا غوندې په ازاده او بې طرفه توګه پر هره موضوع رپوټونه نه شي جوړولای.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG