لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د استازو اېوان د کمېټۍ مشر سیګار ته: پلټنه وکړئ د امریکې د مرستو پیسې خو طالبانو ته نه ځي


واشنګټن ـــــ د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر مایکل مککاول په تېر یونیم کال کې افغانستان ته د امریکې پر لېږل کېدونکې مرسته له دې کبله اندېښنه ښکاره کړې چې وایي هسې نه دا مرستې د طالبانو لاس ته ځي.

بل لور ته په جنېوا کې د افغانستان د دایمي مِشن د قانوني چارو سلاکار محب الله تایب د ملګرو ملتونو تازه غونډې ته په وینا کې دعوه کړې چې طالبان په بهرنیو مرستو کې لاسوهنه کوي، خو طالبان وایي په مرستو کې لاسوهنه نه کوي.

د ریپبلکن ګوند غړي مایکل مککال دغه اندېښنه‌ په هغه خط کې ښکاره کړې چې د مارچ پر 13مه یې د افغانستان د بیارغونې د چارو څارونکې امریکایي ادارې سیګار ته لیکلی او د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو کمېټۍ د مارچ پر 17مه خپور کړی دی.

ښاغلي مککال په خط کې د سیګار له مشر جان سوپکو غوښتي چې له افغانستان سره د امریکې په ملاتړ بشري مرستو پلټنه وکړي او کمېټۍ ته په دې اړه معلومات ورکړي چې د دغو مرستو د لېږلو طریقه د باور وړ ده او د امریکې د خلکو د ټیکس ډالر طالبانو ته ورکول کېږي.

د استازو اېوان د بهرنیو چارو کمېټۍ وایي،‌ د افغانستان خلک خصوصاً ښځې او ماشومان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري ځکه نو دا ډاډ باید تر لاسه کړي چې د امریکې د ټیکس ورکوونکو بشري مرستې اصل مجبورو افغانانو ته رسېږي نه پر هغوی "ظلم کوونکو طالبانو ته". مایکل مککال په خط کې ویلي:

"دا ضروري ده چې د امریکې مرستې د امریکې پر لومړیتوبونو ولګول شي او هغو طالبانو ته یې ګټه ونه رسېږي چې ښځې او نجونې تر فشار لاندې ساتي، د شریعت ظالمانه تفسیر عملي‌ کوي او امریکې او نړیوالې ټولنې یې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی".

سیګار په جنورۍ کې کانګرس ته په خپل درې میاشتني رپوټ کې ویلي وو، چې د تېر افغان حکومت له نړېدو را وروسته امریکې له افغانستان او افغان کډوالو سره تر اته اربه ډالرو زیاته مرسته ځانګړې کړې یا یې ورته اماده کړې ده.

سیګار ویلي وو په دغه مرسته کې تر دوه ارب ډالرو زیاتې په افغانستان کې د بشري او پرمختیایي مرستو، 3.5 ارب ډالر نوي افغان فنډ ته لېږل شوي چې د افغانستان د مرکزي بېنک د بیا سرمایه کارۍ او اړوندو مقصدونو لپاره وکارول شي او په 2022م مالي کال کې به یې 2.7 ارب ډالر دفاع وزارت ته ورکولې چې د افغانانو د را ایستلو او په امریکا کې د مېشتولو لپاره کار ترې واخلي.

د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر مایکل مککال په خط کې د سیګار مشر ته ویلي، چې د 2021م کال له اګست میاشتې راهیسې د امریکې د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې (او ایف اې سي) ګڼ شمېر عمومي لایسنسونه جاري کړي چې وایي مقصد یې له افغانستان سره له "قانوني او شفافو لارو" د مرستو جاري ساتل دي.

ښاغلي مککال د سیګار له مشر جان سوپکو غوښتي، د تېر کال په فرورۍ کې د او ایف اې سي له خوا د جاري شویو هغو 20 لایسنسونو یا جوازونو په اړه دې کمېټۍ ته معلومات ورکړي چې په بنیاد یې له افغانستان سره د تړلو مرستو د ټیکسونو، فیسونو، محصولاتو، د اجازتنامو د اخیستلو او تر لاسه کولو، لایسنسونو او ولسي خدمتونو په برخه کې د ادایګۍ پیسې مخامخ طالبانو ته ځي.

مایکل مککال په داسې وخت دا اندېښنه ښکاره کړې چې په جینوا کې د افغانستان د دایمي مِشن د بشري حقونو د څانګې سلاکار محب الله تایب پر طالبانو د بشري مرستو په رسولو کې د لاسوهنې تور پورې کړی دی.

د هندوستان د «فرسټ پوسټ» ورځپاڼې د خبر له مخې ښاغلي تایب د مارچ پر 16مه په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته ویلي:

"طالبانو غیرسرکاري ادارې مجبوره کړې دي چې ځانونه له دوی سره رجسټر کړي او د خپلو کارونو په اړه معلومات ورکړي او دا کار په منصفانه توګه د مرستو رسولو په کار کې د لاسوهنې سبب شوی دی."

خو د طالبانو اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبدالطیف نظري دا تورونه رد کړي او په دعوې سره وایي چې بهرنۍ مرستې ټولو افغانانو ته په شفافیت سره رسېږي. نظري رسنیو ته ویلي، چې حکومت یې د بشري مرستو په رسولو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG