لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د خارجه وزارت کلنی رپوټ: پاکستان او افغانستان کې د بشري حقونو د خلاف ورزیو جاج اخېستل شوی


د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د بشري حقونو د کلني رپوټ د خپرېدو په دستوره کې
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د بشري حقونو د کلني رپوټ د خپرېدو په دستوره کې

واشنګټن - د امریکا خارجه وزارت د گل/دوشنبې په ورځ [د مارچ ۲۰مه] د نړۍ په کچه د هر هېواد د بشري حقونو د حالاتو په باب کلني رپوټونه خپاره کړل چې په هغه کې د تېر ۲۰۲۲ کال په لړ کې د نړۍ د اکثرو ملکونو د بشري حقونو حالات ارزول شوي دي.

په دې ترڅ کې، د پاکستان په اړه هم یو رپوټ جاري کړی شوی چې په هغه کې د پاکستان د بشري حقونو حالت ناوړه ښودل شوی او په کې ویلی شوي چې د ډاډ وړ خبرونو ترمخه، په تېر کال کې د پاکستان په اړه د بشري حقونو غټې مسئلې مخې ته راغلې وې.

د امریکا د خارجه وزارت د رپوټ ترمخه، که څه هم پاکستان کې پ،ځ او استخباراتي ادارې د قانون ترمخه باید سېویلین چارواکو ته ذمه واره دي، مګر "هغو په آزاده توګه او بغیر د دې چې د سېویلین [چارواکو] نظر یا کنټرول ورباندې وي، خپل فعالیتونه یې کول."

د امریکا د خارجه وزارت له خوا په جاري کړی شوي رپوټ کې راغلي چې پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې د بشري حقونو د خلاف ورزیو ګڼ شمېر واقعات مخې ته راغلي او دغه لاندې ډولونه په کې شامل دي:

"غیرقانوني وژنې، په شمول د ماورای عدالت وژنې چې د حکومت او یا اېجنټانو له خوا یې ترسره شوي؛ جبري لادرکۍ – د حکومت او یا د اېجنټانو له خوا یې؛ شکنجه او د ظالمانه، غیربشري، او د کرامت خلاف رویه یا سزاګانې – د حکومت او یا د اېجنټانو له خوا یې؛ د جېلونو سخت او ژوند ته خطر پېښوونکي شرایط؛ جبري ګرفتارۍ؛ سیاسي قیدیان؛ په نورو ملکونو کې د وګړو خلاف چقوونکي اقدامات؛ په اظهار رآی او رسنیو باندې سنجیده محدودیتونه؛ د انټرنټ په آزادۍ باندې محدودیتونه؛ په پرامنه مظاهرو او غونډې جوړولو باندې محدودیتونه؛ په مذهبي آزادیو باندې سخت محدودیتونه؛ حکومت کې سنجیده کرپشن؛ د جنسیت په بنیاد تشدد پېښو کې د تحقیقاتو او احتساب نشتون؛ د اقلیتونو سره د بد سلوک او تشدد په اړه جرایم،" او نورې د فکرمندۍ وړ بشري مسئلې.

د رپوټ ترمخه، د حکومت د کارونو احتساب موجود نه و، او د غلطو کارونو، په شمول د امنیتي ادارو د کرپشن او خلاف ورزیو بازخواست نه کېده. دا هم ویلی شوي چې نېب ادارې د حکومت په سیاسي مخالفینو مقدمې جوړولې، مګر د حکومت په بدلېدو به بېرته هغه مقدمې هم لغوه کېدلې.

د دې نه علاوه، د امریکا د خارجه وزارت رپوټ کې راغلي چې "د تندلاره تنظیمونو او نورو غیردولتي کسانو لخوا، که هغه ځایي او که بهرني و، تشدد، خلاف رفتاري، او ټولنیز او مذهبي عدم برداشت د لاقانونیت یو ثقافت راپیدا کړی و."

د دې رپوټ ترمخه، پاکستان کې د ترهګرۍ په تشدد کې هم د ۲۰۲۱ کال په نسبت، په کال ۲۰۲۲ کې اضافه راغلې وه.

افغانستان

د امریکا خارجه وزارت پخپل کلني رپوټ کې چې په بېلابېلو ملکونو کې د بشري حقونو د حالاتو په اړه معلومات په کې شامل دي، د طالبانو د واک لاندې افغانستان ته هم کتنه کړې ده.

دا اول ځل دی چې د خارجه وزارت په کلني رپوټ کې د امریکایي عسکرو د انخلا نه پس، د طالبانو د واک لاندې افغانستان د پوره یو کال د بشري حالاتو جاج اخېستل کیږي.

په رپوټ کې د بشري حقونو د ګڼ شمېر خلاف ورزیو یادونه شوې، مګر اهم ټکي یې دا دي چې وایي طالبانو او داعش-خراسان ډلې دواړو د پخواني حکومت د چارواکو خلاف انتقامي ګامونه اخیستې او قتلونه یې کړي دي.

په رپوټ کې لیکلی شوي چې د طالبانو د واکمنېدو نه پس د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې، د یوناما د بشري حقونو څانګې په افغانستان کې یو سل او شپېته (۱۶۰) هدفي وژنې، یو سل او اته اویا (۱۷۸) جبري ګرفتارۍ او قید کول، او د پخوانیو امنیتي چارواکو د شکنجې او ځورونې شپږپنځوس (۵۶) واقعات درج کړي دي.

همدا ډول ویل شوي چې د ۲۰۲۲ کال د جون نه واخله بیا تر ډسمبر میاشتې پورې، یوناما په افغانستان کې لږ ترلږه پنځه پنځوس (۵۵) هدفي وژنې او د سلو نه زیات جبري ګرفتارې او قید کولو پېښې ثبت کړې دي.

رپوټ زیاتوي، داسې څه رسمي رپوټ نه و چې ګني طالبانو دې د دغو خلاف ورزیو په خاطر،د خپلو پولیسو او یا ملېشو نه کوم بازخواست کړی وي.

د امریکا د خارجه وزارت په کلني رپوټ کې، د آکلېډ (د مسلحانه شخړو د ځای او واقعاتو د ډېټا منصوبې) د معلوماتو ترمخه ویلي چې په تېر کال کې په افغانستان کې په عوامو باندې یوولس سوه و دري شپېته (۱۱۶۳) حملې شوي دي چې یو زر و اته (۱۰۰۸) کسان په کې مړه شوي او د اته سوه څلوېښت (۸۴۰) کسانو د وژل کېدو ذمه واري طالبانو ته وراوړي. ویل کیږي چې داعش-خراسان دېرش حملې کړي او پنځه اتیا کسان په کې وژل شوي دي.

په رپوټ کې د نورو بشري خلاف ورزیو ترڅنګ، افغانستان کې د ښځو او جېنکو حالاتو ته هم کتنه شوې او ویل شوي چې د طالبانو په واکمنېدو سره، د ښځو او جېنکو زیاتره بنیادي بشري حقونه تروړل شوي دي.

د طالبانو د واک لاندې افغانستان کې د مطبوعاتو او اظهار رآی آزادي باندې سخت محدودیتونه هم په رپوټ کې یاد شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG