ټاکل شوې سبا د مارچ په 22مه دپاکستان د پارليمنټ ګډه غونډه کېږي چې پکې به د رياستي حکومتدارۍ په اړه مهمې پرېکړې کولی شي.
دګل په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ایم دمشرانو دشپږو ساعتو یوه اوږده غونډه شوې اؤ داعلامیې له مخې په دغه غونډه کې د هېواد په اقتصادي، سياسي، داخلي او خارجي چارو، د امن او امان په صورتحال تفصيلي خبرې شوې دي،
دا غونډه وروسته له هغې رابلل شوې چې دتېرو څو میاشتو راهسې دپاکستان دننه سیاسي تاو تریخوالی انتها ته رسیدلی اؤ تېره اوونۍ دپاکستان تحریک انصاف ګوند دفعالینو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې دګڼ شمیر پولیسو اؤ سیاسي فعالانو د ژوبل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ.
اعلامیه وایي دې غونډه کې د عمران خان په امر پر پوليسو او رېنجر ځواکونو دشوؤ بريدونو غندنه شوې ده .
بیان کې ویل شوي چې د کالعدم تنظیمونو د روزل شویو کسانو لخوا په ریاستي مامورینو بریدونه داندېښنې وړ دي اؤ دا به هیڅکله نه زغمل کیږي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې(دتحریک انصاف ګوند دفعالانو پرضد) شواهد او ثبوتونه شته، د قانون له مخې به اقدام وشي.
داعلامیې له مخې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په عدالتي ودانیو د بريدونو، د پوليس افسرانو اؤ ځلمو د ژوبل کیدو،سرکاري ودانیو اؤ ګاډو ته د زیان رسولو اؤ دمحاصرې داقداماتو پرضد به سخت قانوني ګامونه پورته کولی شي.
حکومتي ایتلاف په پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه په ګوند تور لګوي چې دقانون واکمنۍ ته غاړه نه ږدي اؤ کله چې په عدالتي امر پولیس دهغه دنیولو هڅه کوي نو د ګوند فعالین یې په پولیسو حملې کوي.
خو عمران خان وایي دهغه نیول یوه پلمه ده اؤ په دې پلمه یې مخالفین غواړي هغه ووژل شي.
عمران خان دریځ لري چې نزدې 100مقدمې یې پرضد درج شوې دي چې ټولې دروغ دي خو حکومت بیا وایي چې دعمران خان پرضد انتقامي ګامونه نه اخلي بلکې دقانون عملداري پځائ کوي