لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایبټ اباد: د تحصیل ناظم په ګډون 10کسان وژل شوي


دخېبر پښتونخوا صوبې په ایبټ اباد حویلیا سیمه کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند په تحصیل ناظم عاطف منصف اؤ دهغه په پلویانو ډزې شوې دي چې دپولیس له مخې دتحصیل ناظم په ګډون پکې 10کسان وژل شوي دي.

ډان ورځپاڼې د ایبټ اباد پولیسو دضلعي مشر عمر طفیل له خولې لیکلي چې دا پېښه دګل په ورځ دحویلیا د لنګړا کلي سره نزدې هغه مهال رامنځته شوې ده چې تحصیل ناظم عاطف منصف اؤ پلویان یې ګاډو کې په سړک تېریدل.

ځېنو پاکستاني رسنیو دعوه کړې ده چې دعاطف منصف ګاډی دهغه دښمنانو په راکټ لانچر ویشتی دی خو ضلعي پولیس افسر دا دعوې ناسمې بللې دي اؤ ویلي یې دي چې په ګاډي ډزې شوي اؤ دتیلو ټینکۍ یې لګیدلې چې دهغې له امله په ګاډي اور لګیدلی دی.

ډي پي او عمر طفیل دې پېښه کې دتحصیل ناظم په ګډون د لسو کسانو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

دپولیسو مشر دا پېښه د شخصي دښمنۍ پر اساس بللې ده اؤ ویلي یې دي چې پولیس پېښه کې دککړو کسانو دنیولو په هڅه کې دي اؤ ډير زر به هغوئ دقانون منګولو ته راکش کړي.

خېبر پښتونخوا کې عموماً دشخصي اؤ خانداني دښمنیو په اساس دمرګ ژوبلې دغسې خونړۍ پېښې رامنځته کیږي اؤ دښمنیو په داسې پېښو کې ځېنو وختونو کې پوره،پوره کورنۍ له مینځه وړل کیږي.

د روان کال دجنورۍ په 22مه دخېبر پښتونخوا دلکي مروت په ټپ تختي خیل سیمه کې دشخصي دښمنۍ په اساس دجنازې په مراسمو کې ډزې شوې وې چې پکې درې کسان وژل شوي وؤ.

تر دې وړاندې پروسکال په 18م اګست شمالي وزیرستان میرانشاه کې دشخصي دښمنۍ په اساس په یو ګاډي ډزې شوې وې چې درې کسان پکې وژل شوي وؤ.

همدا شان تېرکال په 28مه جنورۍ باجوړ کې دعوامي نیشنل ګوند یو ځایي مشر شاه خالد اؤ دهغه دتره زوئ دشخصي دښمنۍ په ټس کې وژل شوي وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG