لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ایي خان: د پولیسو په پوسته د ترهګرو برید کې یو عسکر ژوبل شوی


دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې بیګاه دشپې ناوخته نامعلومو ترهګرو دپولیسو په یوه پوسته د برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

د ډيره اسماعیل خان دضلعي پولیس افسر ددفتر نه دخپرې شوې خبرپاڼې له مخې دا برید دګل اؤ نهې په منځ شپه کې دپولیسو په کهتي پوسته شوی دی.

پولیس وایي ترهګرو په کهتي امنیتي پوسته ناتاره ډزې کړي خو پولیسو دهغوئ سره کوټلې مقابله کړې ده اؤ برید یې ورله پشا تمبولی دی.

پولیس وایي دې برید کې دمحمد ادریس په نوم یو عسکر ژوبل شوی دی خو نه یې ده څرګنده کړې چې برید کې ترهګرو ته هم څه زیان اوښتی دی که نه ؟

دډیره اسماعیل خان دپولیسو مشر یا ډي پي او عبدالروف بابر قیصراني ددې ترهګریز برید په تمبولو دپولیس ځوانانو دمړانې ستاینه کړې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې هوډ څرګند کړی چې پولیس به د ورانکارو مخې ته لکه دغر ولاړ وي اؤ د ولس دسرومال ساتنه به باوري کوي.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول ډیره اسماعیل خان کې دپولیسو په ودانیو اؤ امنیتي پوستو دترهګرو لخوا ګڼ شمیر بریدونه شوي چې د پولیس عسکرو دمرګ ژوبلې رپورټونه پکې مخې ته راغلي دي.

په 30مه جنورۍ دخېبر پښتونخوا ایالت سرښار پېښور کې دپولیسو دمرکز په جومات کې یو ځانمرګي برید کې 84 کسان وژل شوي اؤ 200 نور ژوبل شوي وؤ چې زیاتره پکې پولیس وؤ.

تر دغې خونړي برید وروسته هم دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو خونړي بریدونه شوي چې پکې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG