لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینې ماڼۍ د نوروز د لمانځلو پر وخت د ایران له "تکړه ښځو" ملاتړ څرګند کړ


ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍکې د نوروز د یوې غونډې کوربتوب کوي
ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍکې د نوروز د یوې غونډې کوربتوب کوي

واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، امریکا د ایران "له تکړه ښځو او ټولو شهریانو" سره درېږي چا چې د خپلو "بشري حقونو او بنیادي ازادیو" لپاره په خپلې ژمنتیا، مېړانې او مبارزې نړۍ متاثره کړې.

بایډن د سپینې ماڼۍ لخوا د نوروز د لمانځلو په یوې غونډه کې وویل، امریکا او شریکان به یې "ایراني چارواکي د خپلو خلکو په وړاندې بریدونو کې مسول ګڼلو ته دوام ورکړي."

بایډن همدارنګه د هغو خلکو یادونه هم وکړه چې په ایران او د نړۍ په نورو برخو کې نیول شوي او وویل چې دا یې د ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي چې هغوی بېرته خپلو کورونو ته راولي.

بایډن او لومړۍ مېرمنې جېل بایډن د ګل یا دوشنبې وختي په یو بیان کې ویلي و چې "ټولو هغو کسانو ته نیکې هیلې استوي څوک چې په امریکا او نړۍ کې له منځني ختیځ څخه نیولې تر منځنۍ اسیا، کاکسس او اروپا پورې نوروز لمانځي."

ولسمشر بایډن ویلي، "سږ کال نوروز زیاترو کورنیو ته په یو سخت وخت کې راغلی او تر بل هر وخته هیلو ته اړتیا ده، د هغو ښځو په ګدون چې په ایران کې د خپلو بشري حقونو او بنیادي ازادیو لپاره جګړه کوي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG