لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نوروز مراسم په دولتي کچه نه دي لمانځل شوي


ملګرو ملتونو اؤ دنړیوالې ټولنې یو شمیر مشرانو په داسې حال کې افغانانو ته دنوي کال اؤ نوروز مبارکي ویلې ده چې سږکال دطالبانو په واکمنۍ کې دافغانستان دننه په رسمي کچه دنوروز جشن نه دی نمانځل شوی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش یوه پیغام کې د نوي کال دمبارکۍ په ترڅ کې ویلي، نوروز نوی پیل او د سولې، خبرو اترو او پیوستون لپاره ښه فرصت دی.

دافغانستان د ړنګ شوي حکومت ولسمشر اشرف غني د نوي کال په مناسبت خپل پیغام کې په ملي اؤ باعزته سوله ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي چې ، طالبانو یو ځل بیا د نویمې لسیزې په څېر افغانستان په یو هېر شوي، یوازې، وروسته پاتې او ناهیلي هېواد بدل کړی دی.

دنړۍ بیلابیلو هیوادونو کې دپسرلي په راتګ سره نوی کال اؤ دنوروز جشن نمانځل کیږي چې دطالبانو له واکمنۍ مخکې به ددې جشن دنمانځلو لپاره افغانستان کې ځانګړي انتظامات اؤ دستورې کیدلې خو سږکال په افغانستان کې په رسمي کچ دا جشن نه دی نمانځل شوی.

په افغانستان کې د نظام تر بدلون مخکې حکومتونو لخوا د نوروز مراسم به په مزارشریف کې حضرت علي (رض) ته منسوب زیارت کې د جنډې په پورته کېدو سره په رسمي توګه لمانځل کېدل. همدارنګه په یاده ورځ به ټول افغانستان کې رخصتي اعلان شوې وه.

خو د طالبانو حکومت د نوي لمریز کال دنمانځلو په مناسبت کوم رسمي مراسم او رخصتي نه ده اعلان کړې او نه یې په ښکاره له ددې ورځې دنمانځلو سره مخالفت اعلان کړی دی.

دملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش دنورو په مناسبت خپل یوه پیغام کې ویلي چې د نوروز په رارسېدو سره بايد له طبيعت سره خپلې اړيکې يو ځل بيا را ژوندۍ کړو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) اؤ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوم ویسټ هم پخپلو پیغامونو کې افغانانو ته د نوي کال مبارکي ویلې ده.

د وي او ای اشنا د رپورټ له مخې د کابل د سخي زیارت چې د نوي کال په لومړۍ ورځ به په کې هر کال د سخي د زیارت جنډه پورته کیده نن د سې شنبې د ورځې په سهار په کې د خلکو ګڼه ګوڼه د نشت په حساب وه.

طالبانو حکومت د نوي ۱۴۰۲ لمریز کال رخصتي هم لغوه کړې ده. د دې وړاندې د طالبانو سمیه ییزو چارواکو په ځینو ولایتونو کې له خلکو غوښتي و چې نوروز دې ونه نمانځي.

دافغانستان د ړنګ شوي جمهوري حکومت ولسمشر اشرف غني د نوروز په مناسبت خپل پیغام کې په ملي اؤ باعزته سوله ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي چې طالبانو ټول هېواد کې مغزونه وینځلي او ځپلي او د ژوند اصلي مفهوم یې له خلکو اخیستی دی.

ښاغلي اشرف غني د نوي کال په مناسبت خپله وینا کې ویلي "باعزته سوله باید زموږ د ټولو اساسي غوښتنه وي"

هغه زیاته کړې چې له اوسني بد وضعیته وتل ګډه مبارزه او تفاهم ته اړتیا لري او د دې مبارزې محور باید د هر ډول تاتریخوالي رد کول وي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم د نوي ۱۴۰۲ لمریز کال په راتګ سره افغانانو ته نمبارکي ویلې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي"نوی کال مو مبارک شه! په ټوله نړۍ کې د میلیونونو افغانانو لپاره د یوه سوکاله او اباد کال په هیله.هغوی په تیر کال کې له لویو ستونزو سره مخ و او مونږ د هغوی ترڅنګ ولاړ یو"

په افغانستان کې نوی کال (نوروز) پر داسې مهال رارسیدلی چې لا هم په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښونځي بند دي.د افغانستان لپاره د امریکا څانګړي استازي تمه ښودلې چې په دغه نوي کال کې ټولې نجونې بیرته ښوونځیو او پوهنتونونو ولاړې شي.

"څنګه چې نوروز د لمانځنې، خوشالۍ او پسرلي پیلیدو وخت دی،زمونږ لویه هیله داده چې د افغانستان نجونې او ښځې ښوونځي او کار ته ولاړې شي.د هغوی ګډون به د هیواد راتلونکی روښانه کړي"

که څه هم نوروز د ایراني جشن په نوم مشهوره دی، مګر دا جشن د اوسني افغانستان په خاوره کې ډېرې ژورې تاریخي ریښې لري او د افغانستان نه ورهاخوا، هر کال په مرکزي ایشیا، عراق، ترکیه، او شام کې لمانځل کیږي.

نوروز چې په فارسي کې نوې ورځې ته وایي، د پسرلي او د هجري شمسي یا لمریز هجري کال اوله ورځ ګڼل کیږي. د نوروز لرغوني جشن تاریخ ډېر اوږد دی او عن په ایران او اوسني افغانستان باندې د عربو د حملو نه مخکې هم دې سیمو کې په ډېرو رواجونو لمانځل کېده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG