لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاپان وزیر اعظم له اوکراین سره د همدردۍ ښودلو لپاره کیېف ته تللی


واشنګټن – د جاپان لومړی وزیر فومیو کېشېدا د نهې یا سې شنبې په ورځ کیېف ته تللی چې د اوکراین له ولسمشر سره وویني.

دا په داسې وخت کې چې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د چین د ولسمشر شي جین پېنګ کوربتوب کوي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي،‌ چې کېشېدا به د خپل سفر پر مهال د اوکراینیانو زغم او بهادرۍ ته درناوی څرګند کړي څوک چې د ولسشمر زېلینسکي د رهبرۍ لاندې د خپلې خاورې دفاع ته ولاړ دی.

نوموړي د جاپان د مشر او د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ډلې د مشر په توګه له اوکراین سره همدردي او کلک ملاتړ ښودلی.

د وزارت په بیان کې همدارنګه راغلي، چې کېشېدا به د روس لخوا په یو اړخیزه توګه د زور او اشغال لاندې د حالاتو له بدلون سره مخالفت څرګند کړی.‌

کېشېدا وروستی نړیوال رهبر دی چې د روس د یرغل راهیسې اوکراین ته سفر کوي.

روس د ۲۰۲۲ کال په فیبروۍ کې په اوکراین یرغل پیل کړی چې تر اوسه روان دی.

د امریکا پوځي مرسته:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا به اوکراین ته د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د وسلو او وسایلو مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د اروپايي اتحاد د بهرنیو او دفاع وزیرانو هم هغه پلان بشپړ کړی چې اوکراین ته وسلې واستوي او د خپلو وسلو او مهماتو زېرمې نوې کړي.‌

دریو پوځي چارواکو امریکا غږ ته وویل، چې په دغې نوې مرسته کې له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي توغندي‌ چې په هیمارس راکټي سیستم کې کارول کېدای شي، د هویټرز توغندیو ۱۵۵ ګولۍ او نورې داسې وسلې شاملې دي.

بایډن وویل، په دغو وسلو کې د هارم توغندي او د ټانکونو ضد وسلې هم شته.

بلینکن وویل، "روس په یواځې توګه دغه جګړه نن پای ته رسولی شي او تر څو چې روس داسې کوي نو مونږ له اوکراین سره متحد درېږو تر هر څومره وخته چې وي."

د اروپايي اتحاد د دوه بیلینه ډالرو په پلان کې اوکراین ته د ۱۵۵ میلي متري توپونو یو میلیون ګولۍ هم شاملې دي چې په ۱۲ میاشتو کې به اوکراین ته ورکول کېږي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا په یو ټویټ کې د اروپايي ټولنې د دې ګام څخه خوښي څرګنده کړې او دا یې یوه لوبه بدلونکې پرېکړه بللې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG