لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د ايي اېس ايي د بريګېډير وژل کېده د ترهګرو د قوي فعالیت څرګندونه کوي


پاکستان کې څيړونکي وايي، پرون چې په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] برېګیډير مصطفی کمال برکي په یوه نښته کې وژل شوي، دا د امنیتي ادارې دپاره غټ تاوان دی او بل طرف ته دا څرګندونه هم کوي، چې ترهګر او د هغوی استخباراتي نېټ ورک هم فعال دی.

د پاکستان پوځ پرون ویلي، چې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سرحدي سیمه کې د "ترهګرو" سره په وسله واله نښته کې بريګيډير مصطفی کمال برکي وژل شوی او اووه اهلکار ورسره ژوبل شوي چې د دوو حالت یې ډېر نازک بلل شوی دی.

د استخباراتي افسر د وژنې ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

پوځ ویلي، د ګل او نهې په منځ شپه د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د ترهګرو سره په نښته کې درې پوځيان وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د دفاعي او امنيتي چارو کار پوهه ریټايرډ بريګيډيير سيد نظير وايي، پاکستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه د اوږدې مودې راهسې روانه ده، وړاندې پکې هم لوړ پوړي پوځي چارواکي په هدف شوي، او د مصطفی کمال برکي وژنه هم غټ تاوان دی او دا د ترهګرو د قوي فعاليت څرګندونه کوي.

د وي اواې ډیوه د پوښتنې چې پاکستان کې د ترهګرۍ د ملا ماتولو دعوې شوي نو دا پېښې کېدل بيا څه معنی لري؟ هغه وويل، "دا ډېر علتونه لري خو اوسنۍ پېښې کېدل يا پکې زياتوالی راتلل ښايي چې د ترهګرو په بشپړ ډول بېخ نه دی ويستل شوی، ځکه چې د ټي ټي پي او داعش او نورو دغه ډول شبکو وجود اوس هم شته دی البته د هغوی مرکزونه نشته".

هغه زياته کړه، "پټې حملې به هغه وخت ختميږي چې يا خو دا مسله د خبرو د لارې هواره شي يا بل، د نړۍ ټول ملکونه اشتراکي عمل وکړي، او هر ملک په خپل ملک کې کارروايانې شورو کړي نو په هغو به ځمکه تنګه شي اود پټېدو ځای به یې ورک شي خو دغه څیز لا تراوسه پورې نه دی شوی".

ښاغلي سيد نظیر وویل، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستاني پلاوو د کابل سفرونه هم کړي چې پکې په وروستيو کې د دفاع وزیر خواجه اصف او د ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل نديم انجم د کابل سفر کړی وو "پاکستان د طالبانو نه د وسله والو ضد د عملياتو غوښتنې کړي او په دغه اړوند یې ورسره په نورو موضوعاتو خبرې هم کړي دي او هغوی ورته ډاډ ورکړی خو واکمنو طالبانو ورته خپلې ځینې ستونزې هم وړاندې کړي دي".

څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، جګړه روانه ده حملې کیږي خو د استخباراتو خلک پټ وي او په هلوځلو یې ډېر خلک خبر نه وي نو په دومره غټه کچه د یو افسر وژنه د امنیتي او استخباراتي ادارو دپاره لوی تاوان دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د بريګیډیر مصطفی کمال برکي په اړه داسې ويل کيږي چې هغه د کال 2008، 09 نه په وزيرستان کې موجود وو هلته یې ډېر کار کړی وو د عمران خان په حکومت کې د طالبانو په خبرو کې ویل کيږي هغه ډېر مرکزي کردار ادا کړی وو".

نوموړي زياته کړه، "يو خو ښکاري چې ياد افسر پېژندل شوی او معلوم شوی وو، پکار وه چې دی د دغه ځای څخه لرې کړی شوی وی، اوس ويل کيږي چې د افغانستان نه يو پلاوی پاکستان ته راغلی او بريګیډیر برکي د دغو خبرو نه بیرته روان وو او بريد پرې شوی دی".

هغه وويل، ښکاري چې مخالفه ډله هم ښه پیاوړې ده استخبارات لري لکه د پېښور په پوليس لاين کې او دغه ډول نور بریدونه، نو دا يو لور د رياست دپاره غټ تاوان دی او د بل مخالفه فريق غټه کاميابي ده.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د پاکستان د خبرو په اړه مشتاق يوسفزی وايي، "د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي فعال دي او خلکو سره په رابطو کې دي او بل دا چې د عمران خان په حکومت کې ټي ټي پي ته غټه فايده دا شوې وه چې په مذاکراتو کې د دوی د 800 نه 1000 پورې پاکستان ته راغلي او هغوی دلته اوس فعال دي".

هغه زياته کړه، "پاکستان پوهه دی چې هلته د تحريک د مشرانو سره خبرې نه وي شوي او فشار پرې نه وي اچول شوی او مذاکرات ورسره نه وي پېل شوي نو د دې جنګ ګټل يا په دې بريدونو کې کمی راوستل کېدی شي خو ختمېدی نه شي ځکه پاکستان افغان طالبانو ته وايي چې په دې کې کردار ادا کړئ خو د افغان طالبانو نه تمه لرې چې د ټي ټي پي خلاف ټوپک راواخلي يا عملیات وکړي نو ممکن نه دي نو ځکه د خبرو د لارې کوششونه روان دي چې امن راشي او ټولو ته قابل قبول وي".

د پيښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي، په وزیرستان کې پرونی بريد ښايي چې دا په سيمه کې د روانې ناامنۍ کړۍ ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د بريګيډير په هدف کېدل ښايي چې په دې جګړه کې نور تېزوالی راغلی دی، پاکستان ته پکار ده چې په خپلو پاليسيانو کې بدلون راولي او په افغانستان فشار راولي".

د نوموړي په خبره "د پاکستان د پلاوو د کابل د سفر هدف دا وو چې ټي ټي پي په پاکستان کې بریدونه ودروي خو دغه بريدونه روان دي نو ښکاري چې دغه خبرې کار امد نه دي ثابت شوي، نو د دې نه معلومیږي چې د اسلام اباد او کابل په مينځ کې بداعتمادي شتون لري بلکې سېوا شوې ده".

هغه وويل، اوس هم د کابل او اسلام اباد سره وخت شته چې اړيکې سېوا کړي او د ناامنۍ او ترهګرۍ مخه ونيسي مرستې یې اړینې دي خو هغه تردې وخته نه ليدل کيږي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف نن د سيند صوبې په تهر سیمه کې يوې غونډې ته په وینا کې ويلي، "څوک هم په ملک کې ترهګرو ته پناه نه شي ورکولی او پرون چې د پوځ کوم افسران وژل شوي دا لړۍ د لسيزو راهسې روانه ده او که مونږ دې ترهګرو ته پناه ورکوو دا قبلولو وړ نه ده د دې اجازت چاته نه ورکوو".

خو نوموړي نه دي ويلي چې ترهګرو ته په ملک کې پناه څوک ورکوي.

نوموړي په يو ټويټ کې د بريګيډير مصطفی کمال برکي په وژنه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي "د ترهګرۍ نوغی به ويستل کيږي ځکه چې دا د پاکستان د تصور خلاف ده".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG