لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکا مرستیالې صدرې کاملا هېریس، استازې امیري او خلیلزاد د افغانو نجونو پر تعلیم د بندیز دوام د اندېښنې وړ بللی
تازه خبر

د امریکا مرستیالې صدرې کاملا هېریس، استازې امیري او خلیلزاد د افغانو نجونو پر تعلیم د بندیز دوام د اندېښنې وړ بللی


واشنګټن ــــ د امریکې مرستیالې صدرې کاملا هېریس، د افغانو ښځو او نجونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري او د افغان سولې لپاره د امریکې مخکیني استازي زلمي خلیلزاد پر دې اندېښنه ښکاره کړې چې طالبانو د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

د ولسمشر جوبایډن مرستیالې کاملا هېریس د مارچ په 24مه پر خپل ټویټر د طالبانو له خوا د نجونو د اعلی تعلیم ځنډولو ته غبرګون ښکاره کړی او لیکلي یې دي:

"زه په افغانستان کې ثانوي سکولونو ته د نجونو د تګ پر یو کلن بندیز او د پوهنتون له تعلیمه د افغانو ښځو په منع کولو زښته ډېره خواشینې یم".

د امریکې مرستیالې صدرې ویلي، چې حکومت به یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ونه دروي.

د مارچ پر 21مه د افغانستان په سړو او مرکزي سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شو، خو د طالبانو د تعلیم وزارت یواځې تر شپږم ټولګي پورې هلکانو او نجونو ته یې سکولونو ته د ورتګ اعلان وکړ او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز یې پسې وغزاوه.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري هم د نجونو پر تعلیم د بندیز غزول د هغوی د ارمانونو ماتېدل بللي او وایي طالبان له خپلو ژمنو پر شا شوي دي.

مېرمن امیري د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته پر خپل ټویټر لیکلي، "نن یو کال کېږي چې افغان نجونې‌ په ژړاوو له ثانوي ښوونځیو وشړل‌ شوې او ارمانونه یې مات شول. د طالبانو د ګڼو ژمنو سربیره، د دغو ښوونځيو دروازې لا هم تړلې دي".

د 2021م کال په اګست کې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول او په ستمبر میاشت کې یې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته تعلیم وځنډاوه، خو کال مخکې د 2022م کال د مارچ پر 21مه یې هغوی یواځې د څو ګنټو لپاره سکولونو ته پرېښوولې خو بیا یې بیرته تر «ثاني امر» پورې لا د هغوی تعلیم ځنډولی دی.

مېرمن رینا امیري پر خپل ټویټر دوه جلا جلا ږغیز کلیپونه خپاره کړي چې پکې دوې افغانې نجونې یوه په انګرېزي او بله په پښتو خبرې کوي او دواړه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی پر تعلیم د بندیز لپاره ږغ پورته کړي.

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکې مخکیني استازي زلمي‌ خلیلزاد هم د روژې په مناست پیغام کې له تعلیمه د ښځو را ګرځول یو "ظالمانه عمل" بللی او وایي طالبان باید په نیژدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو لپاره د "روزنیزو ادارو د بیا پرانستلو لپاره یوه موثقه [باوري] نېټه وټاکي".

خلیلزاده د مارچ په 23مه پر خپل ټویټر لیکلي چې "روژه د فکر او مهربانۍ" وخت دی، طالبان باید له افغان ښځو او نجونو سره د دوی چلند او د خپل هېواد په تړاو د دوی د تګلارې پر اغیزو غور وکړي:

"ښځو او نجونو ته په ثانوي زده کړو او پوهنتونونو کې زده کړو ته د لاسرسي اجازه نه ورکول نه یوازې ظالمانه عمل دی، بلکې د دوی هغه حقونه چې د اسلام د اصولو سره سم دي هم تر پښو لاندې کوي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپل حکومت د تېر یونیم کال پر کارونو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو جوړولو په اړه تازه یو مضمون لیکلی چې د مارچ په 23مه د الجزیره ټیلیویژن پر ویبپاڼه خپور شوی دی.

متقي په دې مضمون کې ویلي چې حکومت یې له نړیوالې ټولنې سره د اختلافاتو حل کولو ته تیار دی او پر خبرو اترو باور لري خو وایي دا اقدام باید دوه اړخیز وي.

متقي د نجونو پر اعلی تعلیم د بندیز لرې کولو، د ښځو د حقونو او ټولشموله حکومت جوړولو په اړه په خپل مضمون کې څه نه دي ویلي او همدا د امریکې په ګډون د نړیوالې ټولنې غوښتنې دي چې له کبله یې لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پر مشرانو یې بندیزونه نه دي ختم کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG