لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: که نړۍ له طالبانو سره اړیکې نه جوړوي هغوی یې ولې د بشري حقونو او نجونو د تعلیم په اړه واوري


واشنګټن ـــــ د پاکستان د مخکیني وزیراعظم عمران خان پر تازه مرکه باندې په ټولنیزو رسنیو کې نیوکې شوې دي چې هغه وایي که نړۍ له افغان طالبانو سره اړیکې نه جوړوي نو هغوی د نجونو د تعلیم په ګډون هیڅ خبرو ته غوږ نه نیسي او نه یې عملي‌ کوي.

عمران خان د مارچ پر 23مه د برتانیې له 4News چېنل سره په تازه مرکه کې د طالبانو حکومت ته په اشارې ویلي، دی افغانان تر هر چا خصوصاً تر غربي هېوادونو ښه پېژني او د ده په نظر افغانان نه غواړي بل څوک ورته ووایي چې باید څه وکړي.

مرکه کوونکي له عمران خانه وپوښتل چې پاکستان پر طالبانو زیات اغېز لري، آیا دی به طالبانو ته ووایي چې نجونې سکول ته پرېږدي، عمران خان یې په جواب کې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بندول ونه غندل او ویې ویل:

"که غربي هېوادونه غواړي د افغانستان پر اوسني حکومت اغېز ولري ضرور یې باید مېن سټریم [اړیکې ورسره عادي] کړي، زه بیا بیا وایم چې له دوی سره خبرې وکړئ، که دوی ګوښه وساتئ نو څنګه به اغېز ورباندې ولرئ".

د تعلیم لپاره مبارزه کوونکي او د نوبل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزي د عمران خان پر دې خبره نیوکه کړې او وایي د هغه د خبرې معنا خو دا ده چې "طالبان پرېږدئ چې څنګه غواړي هغسې فیصله دې وکړي".

ضیاء الدین یوسفزي د جمعې په ورځ د عمران خان د مرکې کلیپ ته په جواب کې پر خپل ټویټر لیکلي:

"دلته عمران خان د هغو پینځه میلینه افغانو ښځو او نجونو په اړه زښته زیات غیرحساس دی چې [د طالبانو] یو 'درآمد شوي حکومت' یې تر شپږم پورته سکولونو او پوهنتونونو ته پر تګ سخت بندیز لګولی دی".

د امریکې او پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ترې غواړي چې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونو ته درناوی ولري او یو داسې ټولشموله حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان پکې استازیتوب ولري.

عمران خان وایي نړۍ باید لومړی له طالبانو سره اړیکې جوړې کړي او اجازه ورکړي چې هغوی هم له نړۍ سره ښکېل شي بیا دې د بشري حقونو په اړه خبرې ورته وکړي، وایي په داسې حال کې چې پیسې یې کنګل شوې دي ولې به هغوی نړۍ ته غوږ نیسي:

"زما مشوره دا ده چې هغوی [طالبانو] مصروفه کړئ او په نړیواله ټولنه کې ځای ورکړئ بیا که ورته ووایئ چې نجونې تعلیم ته پرېږدئ اوري به مو، اوس مو نه اوري او پر دې غبرګون ښیي وایي تاسې څوک یئ چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله کوئ".

په امریکا کې مېشت د پاکستان د دفاعي او سیاسي چارو څېړونکي پروفیسر ډاکټر عقیل شاه هم د عمران خان پر دې خبره نیوکه کړې چې هغه په مرکه کې ویلي، "زه افغان کرکټر [کردار] په غرب کې تر هر چا ښه پېژنم".

پروفیسر عقیل شاه د جمعې په ورځ پر ټویټر لیکلي، "د عمران خان غوندې نسل پرستو مستشرقینو [ختیځپوهانو] له ذهنونو پرته هیڅ 'افغان کرکټر' نه شته".

د پاکستان یو فعال منیب قادر هم د عمران خان پر خبرو سخته نیوکه کړې او د هغه ټولو خبرو ته یې جواب ویلی دی. منیب قادر پر خپل ټویټر لیکلي چې عمران خان وایي افغانان خپلې فیصلې ته پرېږدئ د دې مطلب خو دا دی چې دی د افغانستان نیمه ابادي ښځې افغانې نه ګڼي.

منیب قادر لیکلي عمران خان چې څه ویل غواړي د هغه مطلب دا دی چې طالبان له ښځو سره د دویمې درجې انسانانو چلند کوي دا ده ته د منلو وړ دي او د ده په وینا "جنسیتي توپیر" ورته د منلو وړ دی:

"دا خبره چې 'له دوی سره په خبرو کې ښکېل شئ' بېخي بې بنیاده خبره ده، ایا نړۍ د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغان سولې په خبرو کې له طالبانو سره ګډون نه وو کړی، په دغو خبرو کې هیڅ افغانه ښځه هم نه وه او که یو افغان طالب ارب پتي شوی هم وای، بیا به یې هم نجونې او ښځې کله هم سکول او پوهنتون ته نه پرېیښې".

عمران خان د پاکستان د وزیراعظم په توګه د نړۍ لومړی رهبر وو، چې د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تود هرکلی یې کړی وو او هغوی ته په اشارې یې ویلي وو چې "افغانانو د غلامۍ زنځیرونه مات کړل".

له هغه را وروسته د خپل حکومت په مهال هم او په تېر شاوخوا یو کال کې په بېلابېلو ویناوو او مرکه کې هم عمران خان په ټینګار سره له نړۍ غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې جوړې کړي او د هغوی د حکومت په رسمیت پېژندلو یا منلو ته لاره جوړه کړي خو خپله د عمران خان حکومت هم د هغوی حکومت په رسمي توګه نه وو منلی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG