لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د ترهګرۍ او امنیت په موضوع په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره په اړیکه کې يو


د پاکستان حکومت وایي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه په تماس کې دي او په افغانستان کې د ترهګرو د پټو ځايونو په اړه یې طالبان خبر کړي دي.

پاکستان کې څیړونکي وايي په ترهګرۍ د قابو راوستو دپاره به پاکستان ته خپله خارجه تګلاره بدلول وي، او د ترهګرو د ملاتړ او د دوی سره د مذاکراتو د پاليسۍ په ځای به ورته د دوی خلاف عمليات کول وي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ په اوونيزه خبري غونډه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د پاکستان امنيتي ادارې په افغانستان کې د واکمنو سره په تماس کې دي او په وروستيو کې چې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د افغانستان په سفر کې د ترهګرۍ په اړوند خبرې کړې وې او مونږ تمه لرو چې افغان طالبان به دا خبره يقيني کوي چې ترهګرۍ ډلې د پاکستان د ولس او امنيتي ادارو دپاره خطر جوړ نه شي.

ایا افغان طالبان به د پاکستان دغه غوښتنه ومني چې تحریک طالبان پرضد کارروايي وکړي؟ په دې حقله خبریال حق نواز خان وايي تحریک طالبان به افغان طالبانو سره د امریکې پرضد ولاړ وو او تحریک طالبان هم د افغان طالبانو مشر خپل مشر ګڼي او د دوي نه دی خیال چې په تحریک طالبان قابو راوستو کې به افغان طالبان څه کردار ولوبوي.

د افغان طالبانو په واک کې د راتلو نه وړاندې به هم پاکستان په افغانستان دا تور لګولو چې خاوره یې د پاکستان پرضد استعماليږي، خو افغان حکومت به یې رد کولو، او هغه به افغان حکومت او امریکې په پاکستان تور لګولو چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان به یې هم دغه تور ردولو.

د پاکستان تیر حکومت د افغان طالبانو د لارې د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان سره مذاکرت هم کړي وو خو دا مذاکرات بغېر د څه نتیجې ختم شوي وو.

خبریال مشتاق يوسفزی وايي تحریک طالبان سره مذاکراتو په وخت دې لاقانونه تنظیم ډیر غړي بیرته پاکستان ته رواستل شوي وو او بیا ورستو دوي دلته کارروايانې هم پېل کړې، هغه زياته کړه د پاکستان لخوا اوس هم په پټه افغان طالبانو سره مذاکرات روان دي.

څیړونکي وايي افغان طالبانو د سر مشران خو پاکستان سره نزدې اړيکې لري خو بیا افغان طالبانو کې هم ډېر داسې موجود دي چې پاکستان سره د تعلقاتو په حق کښې نه دي او که چري پاکستان د ترهګرۍ پرضد سنجیده دی نو د نورو هیوادنو نه د تمه ساتلو پرځاې به ورته خپله هم هڅې کول وي.

د نړيوالو اړيکو کار پوهه ډاکټر منور حسن وايي تر کومې چې پاکستان د خپلو ګاونډي هیوادونو سره د ښه تعلقاتو تګلاره نه وي خپله کړي پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي ممکن نه دی.

"پاکستان ته به خپله خارجه تګلاره په مکمله توګه بدلول وي که پاکستان افغانستان سره تعلقات ښه نه وي نو واضحه خبره ده د دې نه بغیر به پاکستان ته امنيتي ستونزې جوړې وې،او پاکستان ته د خپلو پولو حفاظت دپاره خپل ګاونډي هیوادونو، یعنې افغانستان، ایران او هند سره به تعلقات ښه کول وي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG