لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په میسیسیپي ایالت کې زورور توفان لږ تر لږه 23 کسان مړه کړي، په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي


واشنګټن ــــ د امریکې جنوبي برخې د جمعې په شپه زورور توفان او بړبوکۍ لړزولې دي چې د چارواکو په وینا په میسیسیپي ایالت کې یې لږ تر لږه 23 کسان مړه کړي او په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي.

صدر جوبایډن د توفان له کبله د خلکو پر مړینه خواشیني ښکاره کړې او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده. نوموړي د میسیسیپي له ګورنر سره په خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی چې د مرستې لاس به ورکړي.

د میسیسیپي د بیړني انتظام ادارې پر ټویټر لیکلي، د پلټنې او ژغورنې ټیمونه یې ګومارلي چې له توفانه اغېزمنو خلکو سره مرسته وکړي. دغې ادارې د شنبې- خالي په سهار تایید کړه چې تر اوسه 23 کسان مړه، په لسګونو ټپیان او څلور لا هم ورک دي.

دغې ادارې وروسته خبرداری ورکړ چې کېدای شي په توفان کې د مړه شویو کسانو شمېر زیات شي ځکه چې وایي ممکن ځینې خلک تر خاورو خځلو لاندې وي. ادارې په ټویټ کې لیکلي، "له بده مرغه امکان لري دا شمېر بدل شي".

د میسیسیپي ګورنر ټېټ ریوز پر ټویټر لیکلي، چې له خلکو سره یې طبي مرستې پيل کړې دي، د زیانمنو لپاره یې ایمبولنسونه او نورې بیړنۍ مرستې زیاتې کړې دي:

"د لټون او ژغورنې عملیات روان دي، دا تاوان به په دې ښار کې تل محسوسېږي".

له توفانه وروسته پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې کورونه نړېدلي، سړکونو د نړېدلیو کورونو له سامانونو او خځلو ډک وو او بجلۍ هم تللې وه.

د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې د موسمیاتو ادارې منلې ده چې د بړبوکۍ په نتیجه کې د میسیسیپي د جیکسن ښار په شمال ختیځ کې تر 96 کیلومیټره پورې سیمې ته زیان رسولی دی.

همدارنګه په کلیوالو سیمو «سیلور سیټي» او «رولینګ فورک» کې هم د تباهۍ خبرونه ورکړل شوي دي.

چارواکي وایي توفان د 70 میله یوې ګنټې په رفتار سره بې له کمزوري کېدو د میسیسیپي ایالت په نورو ښارونو وینونا او اموري باندې تېر شو او وروسته د الاباما ریاست خواته ستون شو.

د توفان تر راتلو مخکې د ایالت د موسمیاتو ادارې د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی وو چې په ښارونو کې دې احتیاطي ګامونه واخیستل شي. ادارې خلکو ته ویلي وو:

"تاسې له مرګوني حالت سره مخ یئ، په توفان کې الوتونکې خځلې د هغو خلکو لپاره مرګونې دي چې سرپناه نه لري، موبایل یا ګرځنده کورونه به تباه شي".

د امریکې د بجلۍ ورکولو اداره وایي، د توفان له کبله په ټینیسي کې 40 زره کسان، په میسیسیپي کې 15 زره او په الاباما کې 20 زره کسان له بجلۍ محرومه شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG