لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي د پاکستان اسټېبلشمنټ ټاکلې ده چې دی به اقتدار ته نه پرېږدي


دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي هغه پوهیږي چې اسټیبلشمنټ دا ټاکلې ده چې اوس به واکمنۍ ته د عمران خان د رسېدو مخه نیسي.

خو هغه وایي که اسټیبلشمنټ خپله منصوبه مخې ته راوړي چې هیواد به د تباهۍ نه څنګه وباسي نو دی به په شا شي ځکه چې وایي سیاست د ولس د ګټو لپاره کوي.

د خالي- شنبې اؤ اتوار- یکشنبې په منځ شپه کې د لاهور په مینار پاکستان میدان کې دخپلو پلویانو یوې جلسې ته وینا کې ښاغلي خان ویلي:

"زه نن دخپل اسټیبلشمنټ نه پوښتنه کوم چې تاسو دعمران خان مخې ته کرښه راښکلې ده چې په هیڅ صورت به یې اقتدار ته نه پریږدئ،نو بیا دې اسټیبلشمنټ ووایي چې دوي سره ددې ملګ تباهۍ نه د ویستلو څه پروګرام دی ؟ "

داسټیلمشنټ نه دپاکستان سیاست کې مراد ددغه هیواد طاقتور پوځ اؤ استخباراتي شبکې اخستل کیږي اؤ دپاکستان پوځ وخت په وخت دعمران خان دا تورونه رد کړي دي چې ګنې پوځ یا ایجنسۍ سیاست کې مداخلت کوي.

د امریکا غږ اردو د خبریال ضیاء الرحمان له مخې دغې جلسې ته د وینا په مهال دعمران خان لپاره په اسټیج په ځانګړي ډول مرمۍ ضد کنټينر لګول شوی ؤ اؤ هغه له دغه کنټینره دخپل ګوند پلویانو ته وینا وکړه.

هغه پنجاب کې تر اتم اکتوبر دانتخاباتو دځنډولو په اړوند د الیکشن کمیشن په پرېکړه نیوکې وکړې اؤ وئ ویل ایا اکتوبر کې به الیکشن کمیشن سره پیسې وي چې الیکشن پرې وکړي؟

دعمران خان په خبره "ماته دې څوک دا ووایي چې په اکتوبر کې دالیکشن په کولو به دهیواد ستونزې هوارې شي؟ دوي یوازې د ویرې له امله الیکشن نه کول غواړي"

پخواني وزیراعظم وویل موجوده حکومت انتخاباتو کې دځنډ پړه په ایي ایم ایف ور اړولې ده خو ایي ایم ایف یې تردید کړی دی.

عمران خان وویل "د دوي هڅه داده چې دالیکشن مخنیوي لپاره ایین هم مات کړي،دوي یوازې د یوې نکتې ایجنډا لري چې څنګه باید اقتدار ته دعمران خان د رسیدلو مخه ونیسي ، مونږ سپریم کورټ ته رجوع کړې ده،که چرې نن مونږ راولاړ نه شو نو بیا ملک کې دایین سرلوړي هیره کړئ"

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان الیکشن کمیشن پنجاب صوبه کې په 30م اپریل داعلان کړل شوؤ ټاکنو 8م اکتوبر ته دغځولو اعلان کړی اؤ‌ تحریک انصاف ددې اعلان پرضد دعدالت دروازه ټکولې ده.

عمران خان وویل دپاکستان عدلیې ته ویل غواړي چې ټول قام مو ترشا ولاړ دی اؤ هم تاسو به هیواد کې دقانون بالا دستي باوري کوئ.

ښاغلي خان وویل دهغه پرضد تر سلو زیاتې مقدمې جوړې کړل شوي دي اؤ اوس ددې مقدمو شمیره 150 ته رسیدونکې ده "دا خو شکر دی چې زه اؤ زما ګوند وکیلان لرو خو هغه غریب سړی به څه کوي چې پرضد یې د دروغو مقدمې درج کیږي"

هغه دې جلسې ته په وینا کې خپله اقتدار ته د رسیدو صورت کې د لسو نکتو تګلاره هم روښانه کړه اؤ وي ویل چې که واکمنۍ ته ورسیږي نو دټیکسونو نظام کې به اصلاحات راولي.

هغه وویل امریکه کې میشت 18 زره پاکستاني ډاکټران په مجموعي توګه 200 اربه ډالر په لاس کې لري اؤ همدا شان په امریکه کې میشت پاکستاني تاجرانو سره هم 25 اربه ډالر شته خو پاکستان بیا هم یوازې دشپږو اربو ډالرو لپاره ایي ایم ایف ته په ټيټيدو مجبوره دی.

عمران خان وویل که واکمنۍ ته ورسیږي نو دبهرمیشتو پاکستانیانو باور به پځائ کوي اؤ دبهر نه به ډالر پاکستان ته راوړي چې دا شان هیواد دموجوده اقتصادي بحران څخه وباسي.

نوموړي وویل ددې ترڅنګ به برامداتو د انفارمیشن ټیکنالوجۍ صنعت ته وده ورکوي اؤ هم به دسېلګرۍ څانګه لا پسې پیاوړې کوي.

هغه دمعدنیاتو نه دامدن،د وړو اؤ درمیانه صعنتونو د ودې ،په قانونه توګه بهر ته دپیسو دلیږد دمخنیوي،اؤ دبې وزله خلکو لپاره دصحت کارډ ورکولو اؤ زلمو ته د وړو قرضو ورکولو هوډ هم څرګند کړو.

دپاکستان دمرکزي پارلیمان پخواني غړي ندیم افضل چن په ټویټر دعمران خان ددې تګلارې په اړه پوښتنې راپورته کړي دي اؤ لیکلي یې دي چې دعمران خان ایجنډا ښه ده خو په تېرو څلور کالو کې هغه په دې پروګرام څومره کار کړی ؤ؟

ښاغلي چن پوښتنې کړې دي چې که عمران خان واک ته ورسیږي نو بلوچستان کې به امن څنګه پځاي کوي،دقضايي اصلاحاتو نمونه به یې څه وي اؤ دسیمه ییزو حکومتونو کوم نظام به مخې ته راوړي ؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG