لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر پوټین وایي په ګاونډي هېواد بېلاروس کې به ټېکټیکي جوهري وسلې ځای پر ځای کړي


واشنګټن ــــ د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د شنبې- خالي په ورځ په خپل ګاونډي هېواد بېلاروس کې د ټېکټیکي جوهري وسلو د ځای پر ځای کولو تړون اعلان کړ او دعوه یې وکړه چې امریکا له لسیزو راهیسې د خپلو متحدینو په خاوره کې دا ډول وسلې پر ځای کوي.

د صدر پوټین تر دې اعلان وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د شنبې- خالي په ماښام په خپله ورځنۍ وینا کې وویل، روس باید د جګړې، اقتصاد، نړیوالو اړیکو په ډګر او په استعماري افسانو د تاریخي حقیقيت د بدلولو په هڅه کې ماتې وخوري:

"دا د روس بشپړ ماتې ده او دا به د نویو یرغلونو او بحرانونو خلاف د باور وړ ضمانت وي".

صدر زلنسکي «دي جاپان نیوز» ته ویلي، چې اوکراین د چین له خوا له روس سره د سولې د منځګړتوب لپاره یا د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د لیدو کوم وړاندیز نه دی ترلاسه کړی.

د رویټرز په وینا دا لومړی ځل دی چې ماسکو خپلې جوهري وسلې له خپلو پولو بهر ځای پر ځای کوي او وايي پر دغو وسلو به کنټرول ساتي.

صدر پوټین دا ونه ویل چې بېلاروس ته به څومره او کله خپلې ټېکټیکي جوهري وسلې لېږي خو یواځې یې دومره وویل چې هلته به د وسلو د ذخیره کولو ځای د جولای تر لومړۍ نېټې بشپړ شي.

رویټرز د صدر پوټین هغه مرکه ژباړلې چې د روس سرکاري ټیلیویژن ورسره کړې او په هغه کې یې ویلي، په بېلاروس کې د جوهري وسلو د ځای پر ځای کولو د اعلان سبب یې د برتانیې د دفاع وزیر هغه څرګندونې دي چې ویلي یې وو اوکراین ته د یورېنیمو ختم شوي ګوله بارود ورکوي.

د امریکې د څېړنیزې ادارې «رېنډ» کارپورېشن د جوهري چارو ماهر او د پالیسۍ څېړونکی ایډورډ ګایسټ وایي، ختم شوي یورېنیم د یورېنیمو د غني کولو د عمل یو ضمني پیداوار دی چې وایي د جوهري وسلو د جوړولو لپاره مهم دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې ټېکټیکي جوهري وسلې د هغو ایټمي وسلو په نسبت لنډ واټن او کمه لاسته راوړنه لري چې د اوږده واټن میزایلو لپاره نصب کېږي او ډېر زور لري.

امریکا دا مهال تقریباً 200 ټېکټیکي جوهري وسلې لري. 4 میټره B61 ایټمي بمونه له 0.3 تر 170 کیلوټن پورې نتیجه ورکوي، چې تقریباً نیمایي یې د ایټلي، جرمني، ترکي، بیلجیم او هالېنډ په هوايي اډو کې ځای پر ځای شوي دي.

امریکا وایي باور لري روس شاوخوا 2,000 داسې ټېکټیکي وسلې لري چې دا مهال کار ترې اخیستل کېدای شي.

د ایټمي وسلو د ختمولو نړیوال کمپېن د ماسکو له خوا په بېلاروس کې د ټېکټیکي وسلو د ځای پر ځای کولو اعلان غندلی او دا یې یوه ډېره خطرناکه اضافه بللې ده. ای سي اې این پر ټویټر لیکلي:

"په اوکراین کې د جګړې په تناظر کې د غلط حساب لګولو یا غلط تفسیر امکان ډېر زیات دی. د جوهري وسلو شریکول حالات لا نور خرابوي او له تباهۍ د ډکو بشري نتیجو خطر پېښوي."

د امریکې د دفاع وزارت د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي، د حالاتو څارنې ته به دوام ورکړي، وایي "د خپل سټرېټیجیک جوهري پوزیشن د پر ځای کولو لپاره څه دلیل نه وینو او نه داسې نخښې وینو چې روس د ایټومي وسلو کارولو ته تیار دی."

د رویټرز د رپوټ له مخې د ملګرو ملتونو د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي به راتلونکې اوونۍ د اوکراین په ختیځ کې د زاپورېژیا د جوهري پاور پلانټ لیدنه کوي چې هلته د سنګینو امنیتي حالاتو جایزه واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG