لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف پاکستان نه په معاشي اصلاحاتو د عمل کولو غوښتنه کړې ده


د نړیوالې مالیاتي ادارې (ایي ایم ایف ) د کمیونیکېشن د څانګې مشرې یا ډایریکټرې جولیا کوزک ویلي چې یادې مالیاتي ادارې پاکستان سره د مامورینو په کچه د تړون لپاره خبرې اترې کړې دي اؤ پاکستان نه په معاشي اصلاحاتو عملدرامد غواړي.

تېره ورځ خبریالانو سره د خبرو په مهال د پاکستان په اړوند د یوې پوښتنې ځواب کې اغلې جولیا کوزک وویل پاکستان لپاره اړینه ده چې په معاشي اصلاحاتو دعمل کولو له لارې باور پرځائ کړي اؤ دنورو مرستندویه ادارو نه هم دپنګو ترلاسه کولو لپاره په اصلاحاتو عمل وکړي.

هغې وویل دا مهال دپاکستان معیشت دګڼ شمیر چیلنجونو سره مخ دی چې په هغې کې ګراني،دنمو کچه کې کمی اؤ بهرنیو اسعارو کموت شامل دي.

دنوموړې وینا وه چې په پاکستان کې وروستیو سیلابونو ددغه هیواد معاشي ستونزې نورې هم کړکیچنې کړي دي.

میرمن کوزک وویل چې ایي ایم ایف پاکستان کې دبې نظیر انکم سپورټ پروګرام دلارې وروسته پاتې اؤ دکمزورې طبقې خلکو ته دهدفي رعایتونو ورکولو ملاتړ کوي.

دنوموړې وینا وه چې دایي ایم ایف دمامورینو اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ دپراختیایي پنګو داسانتیا دنهمې ارزونې سرته رسولو لپاره په تګلارو خبرې اترې روانې دي اؤ چارواکي دضروري اصلاحاتو نفاذ ته هوډمن دي.

د روانې میاشتې میاشتې په دویمه اوونۍ کې دپاکستان دخزانې د وزارت چارواکو ویلي وؤ پاکستان اوس دمذاکراتو له سخټ پړاؤ راتېر شوی اؤ د 1.3 اربو ډالرو دقسط ترلاسه کولو لپاره یې دایي ایم ایف ټول شرطونه پوره کړي دي.

دایي ایم ایف دشرطونو په اساس پاکستان دبجلۍ نرخونو کې داضافې منظوري ورکړې ده،د ډالر مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ غورځولی،دسود کچه یې هم 20فیصدي ته لوړه کړې اؤ د کرونده ګرو اؤ برامدي څانګې لپاره یې په بجلۍ ورکړل کېدونکي رعایتونه هم ختم کړي دي.

پاکستان او ایي ایم ایف په 2019م کال کې د شپږ اربو ډالرو په پور سلا شوي وؤ، خو ایي ایم ایف پر مالیاتي پالیسۍ د اختلاف له کبله اسلام اباد ته پر یو ځای تر یو ارب ډالرو له زیاتو پیسو ورکولو ډډه کړې وه.

دا مهال چې په اقتصادي توګه د پاکستان د دیوالیه کیدو ګنګوسې کیږي ،اسلام اباد هڅه کوي چې د ورپېښو اقتصادي جنجالونو نه د ځان ویستلو لپاره دایي ایم ایف نه ورپاتې 1.3 اربه ډالر ترلاسه کړي خو دهیواد دخزانې پخوانی وزیر مفتاح اسماعیل په دې وروستیو کې دجیو ټي وي په یو پروګرام کې ویلي وؤ که ایي ایم ایف سره تړون وشي نو هم پاکستان خپل اقتصاد له دیوالیه کیدو نه شي بچ کولی.

دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ دپاکستان اسټیټ بینک ویلي دي دهیواد دبهرنیو اسعارو ذخیرې د28کروړ ډالرو داضافې نه وروسته د10 اربو ډالرو څخه اوښتي دي.

په عین حال کې دپاکستان دخزانې وزارت چارواکو ویلي چین پاکستان ته دخوندي پور د دوؤ اربو ډالرو د بېرته ستنولو موده غځولې ده اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې روانه میاشت کې به د چین نه پاکستان ته نور30 کروړه ډالر هم ترلاسه شي.

دخزانې وزارت چارواکي هیله من دي چې له چین وروسته به دسعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو نه هم پاکستان سره زر مالیاتي کمکونه وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG