لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان اؤ پاکستان تر منځ د ټي20 نړیوال کرکټ د لوبو د لړۍ دویمه سیالي نن کیږي


دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې مشر یا کپتان ښاغلي راشد خان ویلي دوي دپاکستان پرضد وړومبۍ سیالۍ کې په بریا زیات خوښ دي اؤ هڅه به وکړي چې ددې لړۍ ټولې سیالۍ وګټي.
دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې مشر یا کپتان ښاغلي راشد خان ویلي دوي دپاکستان پرضد وړومبۍ سیالۍ کې په بریا زیات خوښ دي اؤ هڅه به وکړي چې ددې لړۍ ټولې سیالۍ وګټي.

د افغانستان اؤ پاکستان ترمنڅ د ټي 20 نړیوال کرکټ دسیالیو دلړۍ دویمه لوبه نن یکشنبه - اتوار د متحده عرب امارات په شارجه سټېډيم کې کیږي.

د افغانستان دکرکټ دملي لوبډلې مشر یا کپتان ښاغلي راشد خان ویلي دوي دپاکستان پرضد وړومبۍ سیالۍ کې په بریا زیات خوښ دي اؤ هڅه به وکړي چې ددې لړۍ ټولې سیالۍ وګټي.

د جمعې په ورځ شارجه سټیډيم کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دترسره شوي ټي20 نړیوال کرکټ دسیالیو د لړۍ وړومبۍ لوبه کې افغانستان دیوې سختې مقابلې نه وروسته پاکستان ته په وړومبي ځل نړیوال کرکټ کې ماتې ورکړې وه.

په دغه لوبه کې دپاکستان ټوله لوبډله د نهو لوبغاړو په تاوان په 92منډو جوړولو توانېدلې وه اؤ افغانستان ته یې د 93 منډو هدف ورکړی ؤ.

افغان لوبډلې دڅلورو لوبغاړو په تاوان په 18م اوور کې دغه هدف ترلاسه کړی ؤ اؤ پاکستان ته یې یوه تاریخي ماتې ورکړې وه.

دپاکستان پرضد له بریا ترلاسه کولو وروسته دافغان لوبډلې کپتان راشد خان پخپلو څرګندونو کې ویلي په دې سیالۍ ګټلو ځکه ډیر خوشحاله دی چې تر دې وړاندې به زیاتره کله د دواړو هیوادونو سیالۍ کې افغان لوبډله ګټې ته نزدې شوه نو پاکستان ته به ګټه ترلاسه شوه.

راشد خان ویلي خو دا چې دنړیوال ټي20 کرکټ دسیالیو دې لړ کې وړومبۍ لوبه افغانستان وګټله ، په دې هغه ډير خوښ دی اؤ اوس به دوي هڅه وکړي چې ددې لړۍ پاتې دوه لوبې هم وګټي.

هغه ویلي افغان لوبډلې ته به اکتوبر اؤ نومبر کې کیدونکو دیو ورځني نړیوال کپ په سیالیو کې هم دبریا ترلاسه کولو لپاره سخت محنت کول وي.

دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دنړیوال ټي20 کرکټ دسیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه به هم په27م مارچ د شارجه په کرکټ سټيدیم کې تر سره کیږي.

په دې لوبو کې دپاکستان له خوا زیاتره نوي لوبغاړي لوبیږي اؤ دپاکستاني لوبډلې کپتان شاداب خان د وړومبۍ سیالۍ دبایللو یو علت دا ښودلی چې دلوبډلې نوي لوبغاړي یې زړه ور نه وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG