لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو له امله شپږ کسان مړه شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل دي


د خېبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله د کورونو د دیوالونو او کوټو غورځېدو په پېښو کې د دوو جينکو او يوې ښځې پشمول شپږ کسان مړه شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

ځایي رسنۍ وایي دې بارانونو دبجلۍ نظام هم سخت سخت اغېزمن کړی اؤ ددې ترڅنګ یې ولاړو فصلونو ته هم زيان رسولی دی.

په بارانونو کې د ګڼ شمیر څاروو د مړینې رپورټونه هم مخې ته راغلي دي.

د پېښور ځایي رسنۍ وحدت نیوز پخپل رپورټ کې ویلي د خېبرپښتونخوا دقبايلي سيمې جنوبي وزيرستان د وانا تحصيل د بيرمل په زم چينه سیمه کې د بارانونو له امله دیو کور کوټه غورځېدلې ده چې دوه کسان ورلاندې راغلي او مړه شوي.

رپورټ وایي چې دپښتونخوا په نورو بيلا بيلو پېښو کې ددوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ژوبل شوي دي.

د سيمه ييزو خلکو وينا ده په ژوبل شوو کې صفت، اعجاز، حسينه او سفرينه شامل دي،همدغه شان سيد مره بي بي او نعمان په دغو پېښو کې مړه شوي دي.

د اين ډي ايم اى له لوري د جاري کړل شوي بيان له مخې په پېښور کې د چتونو او ديوالونو راپريوتو له امله يو تن مړ شوي دى اؤ په ټوله صوبه کې شپږو کورونو ته زيان رسيدلى دی.

د مردان د شېرګړهـ د رب نواز بانډې د اوسيدونکي نعمت الله د کور کوټه هم په دې بارانونو کې غورځېدلې ده چې په کې د هغه دوه کلنه لور ساحره بي بي او څلور کلنه لور حفظه بي بي مړې شوي دي .

په دې پېښه کې پخپله نعمت الله اؤ دهغه میرمن ژوبل شوې دي او دکور ساتلې درې بېزې یې هم مړې شوې دي.

د وحدت نیوز له مخې دخېبر قبایلي سیمې دتيراه په ميدان ملک دين خيل زرکائی بوش خيل کې د باران له امله د فقير خان په نوم د يوه تن د کور کوټه غورځېدلې ده، چې له امله يې د فقير خان مېرمن تر خاورو لاندې شوې او مړه شوې ده.

همدغسې د خېبر قبایلي سیمې په بر قمبر خيل همدرد کلي کې د رشيد په نوم د يوه تن کوټه راپرېوتلې خو چاته په کې زيان نه دی اوښتی.

همدغه شان په سوات کې پرله پسې بارانونه دوام لري، يخنۍ د لوړو غرنيو سيمو په شمول په ميداني سيمو کې زور نيولى، د تودوخې درجه منفي ته غورځېدلې ده، د سېلګرۍ سیمو کالام او شاوخوا کې د يخنۍ له امله د ځايي خلکو فعاليتونه محدود شوي دي.

د موسمياتو محکمي اټکل کړى چې په سوات کښې به د باران دغه لړۍ راتلونکې څو ورځې نوره هم دوام لري.

د بارانونو دغه لړۍ د جمعې په ورځ له سهاره پيل شوې ده.

پروسږ کال هم د اګست په میاشت کې خېبر پښتونخوا کې دبارانونو له امله سیلابونه راختلي وؤ چې په ګڼ شمیر کسان پکې مړه شوي ژوبل شوي او بې کوره شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG