واشنګټن - په میانمر کې یو شمېر شاهدانو او زیانمن شوو کسانو په دې وروستو کې وي او اې ته ویلي چې د هغو په کلیو باندې د پوځ د یرغلونو په مهال عسکرو د کلیوالو خلکو د مزاحمت ماتولو دپاره "سیسټماټیک ټکټیکل ځواک" استعمال کولو، په شمول د کور سوځولو، شکنجې، جنسي تیری او قتل عام. اما د میانمر پوځ وایي داسې څه ندي شوي.
شاهدان وایي د میانمر په ساګیانګ ښارګوټي کې د تار تېنګ کلي باندې د مارچ میاشتې په سر کې پوځیانو حمله وکړه، اوولس (۱۷) ځایي خلک یې ټول اول سخت شکجه کړل او بیا یې ووژل. دا کسان د شا لخوا په سر ویشتل شوي و. د پوځي انتظامیې طرفداره رسنۍ وایي چې وژل شوي کسان "ترهگر" و.
د هغه نه پس په لسو ورځو کې، د شان صوبې د پن لانګ سیمې په نانییت کلي کې هم قریب دېرش (۳۰) تنه عام خلک ووژل شول. د دې پېښو په هغو عکسونو او ویډیوګانو کې چې د کارېني نشنلېټيز ډیفنس فورس په نوم یوې ډلې خپاره کړي او وي او اې یې تصدیق کړی، ښکاري چې د نانییت کلي مذهبي مرکز ته نږدې، لږ تر لږه یوویشت (۲۱) جسدونه سر په سر پراته دي.
په دې زړه بوږنوونکو تصویریونو کې دا هم ښکاري چې جسدونه ټوټه ټوټه/مثله شوي دي، پرې کړی شوي لاسونه، پښې او سرونه پر ځمکه کېښودل شوي دي. د میانمر پوځي انتظامیې سمدستي دعوه وکړه چې ګني دغه کليوال کسان، ځایي وسله والو وژلي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې نوېلین هېزر د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې ته د میانمر په حواله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د میانمر پوځي حکومت، د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د بېړني حالت د مودې په غځولو سره دننه هېواد کې د قوت استعمال سېوا کړی، هوایي بمبارۍ یې زیاتې کړي، د عوامو کورونو ته یې اورونه اچولي او "په واک اختیار باندې د قبضې ساتلو دپاره یې د بشري حقونو سختې ناوړه خلاف ورزۍ کړي دي."
د دې ځانګړې استازې په وینا، د میانمر په اووه څلوېښتو (۴۷) ښارونو کې مارشالا لګېدلې ده او پوځي انتظامیې هغو شهریانو ته چې د دوی پلویان دي، اسلحه ورکول پیل کړي دي.
میانمر کې د شوو ظلمونو په حواله، امریکا په خپل تازه ګام کې د جمعې په ورځ د میانمر په پوځي حکومت باندې خپلې نوې پابندۍ ولګولې. په دې پابندیو کې د میانمر پوځ او د هغه اتحادیانو ته د جټ جنګي جهازونو تېل په نښه کړی شوي دي. د امریکا د خزانې وزارت په یو بیان کې وویل چې په دې لړ کې په دوه وګړو او شپږو ادارو باندې چې د میانمر پوځ سره رابطه ساتي، بندیزونه لګېدلي دي.
د امریکا د خزانې وزارت په بیان کې ویلی شوي، په کومو کسانو او ادارو چې بندیزونه لګېدلي، ورباندې دا الزام دی چې د جټ جنګي جهازونو تېل درامد کوي، ذخیره کې یې ساتي، او بیا یې د میانمر پوځ ته ورکوي او ددې لارې پوځ ته دا صلاحیت ورکوي چې خپل ظلمونه جاري وساتي.