لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د مېسي سي پي ریاست په څلورو ضلعو کې د آفت اعلان کړ


د امریکا د مېسي سي پي ایالت یو ښار چې طاقتوره څرخ بادونو تباه کړی دی
د امریکا د مېسي سي پي ایالت یو ښار چې طاقتوره څرخ بادونو تباه کړی دی

واشنګټن - د امریکا په مېسي سي پي ریاست کې د طاقتوره بوړبوکیو یا څرخ بادونو نه پس، د امریکا صدر جو بایډن د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار، د هغه ایالت په څلورو ضلعو کې د آفت اعلان وکړ. دا ټورنېډوز یا څرخ بادونه د جمعې په ورځ ولګېدل چې ودانۍ یې چپه کړلې او لږ تر لږه شپږويشت (۲۶) تنان یې مړه کړل.

د مېسي سي پي ریاست څلورې ضلعې چې په کې آفت اعلان شوی، هغه کارول، هېمفریز، مونرو، او شارکي دي. په دې قدرتي پېښو کې د رولېنګ فورک او سېلور سېټي ښارونه په خاص ډول زیات ځپلی شوي دي.

د صدر بایډن له اړخه په هغو سیمو کې د آفت په اعلان سره، اوس زیانمن شوو خلکو ته د نغده مرستو او همدا شان قرضو دپاره د وفاقي حکومت پیسې مېلاوېدلی شي.

ټاکلی شوې ده چې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د امریکا د داخلي امنیت وزیر الیهاندرو مایورکاس او د بیړنیو حالاتو د انتظام وفاقي ادارې مشره ډیان کرېس وېل مېسي سي پي ته سفر ورکړي.

د نجات ډلو پرون د خالي/شنبې په ورځ هم د ملبو لاندې ګېر پاته شوو کسانو پسې لټون کولو او سلګونه تنانو سره یې چې کورونه یې تباه شوي و، مرسته وکړه.

د مېسي سي پي ګورنر، ټېټ ريوز د بېړني حالت اعلان کړی او وعده یې کړې ده چې تباه شوې سیمې به بېرته ودانې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG