لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دوېمه ټي -۲۰ لوبه او په لومړي ځل د پاکستان نه سیریز وګټلو


Afghanistan Cricket Team in Sharjah
Afghanistan Cricket Team in Sharjah

واشنګټن - د افغانستان او پاکستان کرکټ ټیمونو ترمنځه نن په شارجه کرکټ سټېډیم کې کیدونکې دویمه لوبه افغانستان په ۷ وکټو وګټله او د دواړه هیوادونو تر منځه د دریو لوبو دغه سیریز هم افغانستان وګټو. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د پاکستان نه د ټي -۲۰ میچونو سیریز وګټو. د دواړه هیوادونو تر منځه د دغه سیریز دریمه لوبه به سبا ترسره کیږي.

افغانستان د پاکستان لخوا ورکړل شوی د ۱۳۱ منډو حدف د دریو لوبغاړو په سوځیدو د اخیري اوور په لومړي بال پوره کړو. د افغانستان لخوا رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران ښه لوبه وکړه او د ۵۶ منډو اوږد پارټنرشپ یا ملګرتیا یې وکړه. رحمان. الله ګربز ۴۴ ا و ابراهیم ځدران ۳۸ منډې جوړې کړی.

د تیرې لوبې په شان ننۍ لوبه کې هم محمد نبي او نجیب الله ځدران په اخیرۍ سختو لمحو کې غوره بېټنګ وکړو او د نسیم شاه په اخیري (۱۹) اوور کې یې ۱۷ رنزونه جوړ کړل او لوبه یې په خپلو لاسو کې واخسته.

نجیب ځدران په ۱۲ بالونو ۲۳ او محمد نبي په ۹ بالونو ۱۴ منډې جوړې کړې او دواړه ناټ اوټ پاتې شو.

د پاکستان لخوا یواځې زمان خان او احسان الله یو یو لوبغاړی اوټ کړو خو نور بالران یې په وکټو ترلاسه کولو کې بریالي نه شو.

د افغانستان نه وړاندې پاکستان په خپله لوبه کې په شل اوورونو کې د شپږو (۶) وېکېټو په سوځېدو سره یې، ۱۳۰ منډې جوړې او افغانستان ته یې یو سل او یو دېرش (۱۳۱) ټارګټ وټاکه.

په دې لوبه کې ټاس پاکستان وګټلو او په اول میدان کې یې بېټېنګ غوره کړ.

د لوبې په سر کې افغان بالر، فضل الحق فاروقي په هماغه اول آوور کې دوه وېکېټې واخېستې او د افغانستان ټیم مینه وال یې په جذباتو راوستل.

ورپسې نوین الحق او کریم هم دوه وېکېټې واخېستې، او د لوبې په یوولسم آوور کې راشد خان پنځمه وېکېټه هم واخېسته او د پاکستان په ټیم باندې فشار سېوا شو.

د پاکستان په ټیم کې عماد وسیم تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې او څلور شپېته (۶۴) رنزونه جوړ کړل.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ (د مارچ په ۲۴مه) د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټي 20 کرکټ د دریو سیالیو په لومړي مېچ کې افغانستان پاکستان ته ماتی ورکړې وه.

په هغې اولې لوبې کې، پاکستان د نهو وېکټو په نقصان 92 رنز وکړل، مګر د افغانستان ټیم د څلورو وېکټو په نقصان په اتلسم اوور کې د پاکستان هدف پوره کړو او مېچ یې وګټلو.

د نننۍ لوبې نه پس به د افغانستان او پاکستان درېیمه شل آوریزه لوبه سبا د ګل/دوشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۲۷مه) باندې وي.

د ننۍ لوبې ګټلو سره افغانستان په لومړي ځل د پاکستان نه د لوبو کوم سیریز وګټلو کوم چې د افغانستان کرکټ او کرکټ مینه والو لپاره یوه تاریخي ورځ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG