لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلیمان کې له سخت احتجاج وروسته وزیراعظم قبایلي ضلعو لپاره دپرمختیایي پنګو جاري کولو امر کړی


دپخوانیو قبایلي سیمو سره دتړاؤ لرونکو پارلیماني غړو اؤ دوؤ مرکزي وزیرانو له لوري دسخت احتجاج نه وروسته وزیراعظم شهباز شریف اړوند محکمو ته دپخوانیو قبایلي سیمو لپاره په سمدستي توګه د پرمختیایي پنګو جاري کولو امر کړی دی.

دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وایي کله چې دعملیاتو په نوم پخوانیو قبایلي سیمو کې دعملیاتو په نوم اربونه ډالر ګټل کیدل نو قربانۍ دفاټا له خلکو غوښتل کیدلې اؤ‌ اوس چې ددغو سیمو دبیا ابادۍ خبره کیږي نو حکومت ورته یوه روپۍ نه ورکوي.

دپخوانۍ فاټا سره تړاؤ لرونکو دمرکزي پارلیمان غړو اؤ دوؤ مرکزي وزیرانو صوبه کې ورګډو شوؤ قبایلي سیمو لپاره دپرمختیایي پنګو نه ورکولو پرضد دپارلیمان له غونډې بایکاټ یا پریکون هم کړی دی.

اوړمه ورځ دپارلیمان له غونډې له بایکاټ وروسته دنهې په ورځ وزیراعظم شهباز شریف دقبایلي ضلعو سره تعلق لرونکو دقامي اسمبلۍ پینځوؤ غړو سره لیدنه کړې ده اؤ هغوئ ته یې ډاډ ورکړی دی چې حکومت په ترجیحي اساس دقبایلي ضلعو پرمختیا ته هوډمن دی.

ښاغلي شهباز شریف ویلي چې حکومت یې په ګرد هیواد کې په معاشي توګه د کمزورو سیمو دپرمختیا لپاره ګامونه اخلي اؤ په دې لړ کې به قبایلي سیمو ته هم ځانګړې پاملرنه کولی شي.

د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدونکي هییت کې دمذهبي چارو مرکزي وزیر مفتي عبدالشکور،دسمندر پورې پاکستانیانو دچارو مرکزي وزیر ساجد طوري،دملي جمهوري غورځنګ کوند مشر محسن داوړ ،علي وزیر اؤ مولانا جمال الدین شامل وؤ.

د وزیراعظم ددفتر نه دخپور شوي بیان له مخې لیدنه کې هییت وزیراعظم شهباز شریف دخپلو سیمو دستونزو اؤ روانو پرمختیایي پروژو د وضعیت نه خبر کړی دی اؤ وزیراعظم اړونده چارواکو ته امر کړی دی چې دیادو پروژو لپاره دپنګو منظورولو عمل زر ترزره ترسره کړي.

د قبایلي ضلعو پارلیماني غړو سره وزیراعظم دا لیدنه وروسته له هغې کړې چې دوه ورځې وړاندې دپارلیمان دغونډې نه دقبایلي ضلعو سره تراؤ لرونکو دحکومتي ایتلاف پینځوؤ غړو دپخوانیو قبایلي ضلعو لپاره دپنګو نه جاري کیدو پرضد دپارلیمان د روانې غونډې نه بایکاټ وکړو.

په دغه موقعه دپارلیمان غړي ښاغلي محسن داوړ پخپله وینا کې ویلي وؤ هغوئ دتیریوکال نه پرله پسې د وزیراعظم شهباز شریف اؤ دپلان جوړونې د وزیر احسان اقبال سره لیدنې کوي اؤ هغوئ ورته دپنګو جاري کولو باور ورکوي خو خپلې ژمنې یې تر اوسه نه دي رښتیا کړي.

هغه وویل دقبایلي ضلعو دپرمختیایي پروژو 55 اربو روپو کې تراوسه یوازې پینځه اربه روپۍ جاري کړل شوې دي اؤ پوښتنه یې وکړه چې حکومت اخر چاله دوکه ورکول غواړي؟

محسن داوړ پخپله وینا کې ویلي کله چې پخوانۍ فاټا کې دعملیات په نوم اربونه ډالر ګټل کیدل نو پیسې قربانۍ ددغو سیمو دخلکو نه غوښټل کیدی اؤ اوس چې ددې سیمو دبیا ودانۍ خبره کیږي نو ورته یوه پیسه نه ورکړل کیږي.

هغه وویل اوس هم شمالي وزیرستان کې دمیران شاه میرعلي، دته خیل اؤ غلام خان د ړنکو بازارونو دمعاوضو پیسې پاتې دي اؤ دهغوئ لپاره یوه روپۍ هم نه ده اېښودل شوې .

دمحسن داوړ تر دغې وینا وروسته دقبایلي ضلعو سره تړاؤ لرونکي دمرکزي پارلیمان پینځه غړي چې دوه وزیران هم پکې شامل وؤ دپارلیمان د روانې غونډې نه داحتجاج په توګه وتلي وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG