لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مطیع الله ویسا ورور وایي خبر نه دي هغه پر څه حال دی، طالبان وایي د "خپلسره اقداماتو" په تور یې نیولی


واشنګټن ــــ د بشري حقونو د نړیوالو تنظیمونو او بهرنیو سفارتکارانو له خوا په افغانستان کې د تعلیم د مبارز مطیع الله ویسا د نیول کېدو پرله پسې غندنه روانه ده او کورنۍ یې وایي تر اوسه لا له هغه سره د خبرو حق هم نه دی ورکړل شوی، خو طالبان وایي ویسا یې د "غیرقانوني او خپلسره اقداماتو" په تور نیولی دی.

مطیع الله ویسا د مارچ پر 27مه د کابل په خوشحال خان مېنه کې له جوماته د مازدیګر له لمانځه را وتلی وو چې د هغه د ورور په وینا د طالبانو استخباراتي کسانو په زور لاسونه ور وتړل او له ځانه سره یې په موټر کې یووړ.

د ویسا مشر ورور عطاءالله ویسا وایي دوې ورځې تېرې شوې خو تر اوسه د دوی له کورنۍ سره د هغه په اړه هیڅ معلومات نه دي شریک شوي. ویسا وي او اې ډیوه ته وویل دا طالبانو له دوی د خپل ورور د لیدو حق هم اخیستی دی:

عطاءالله ویسا: د «قلم لار» ټول کارونه ښکاره او یواځې د تعلیم لپاره دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

"کورنۍ مو غوښتل چې له هغه سره خبرې وکړو، دا زموږ لومړی انساني ابتدایي حق دی، چې هغه باید موږ لیدلی وای، ټول حال مو یې اخیستی وای او د صحت په اړه یې ډاډمن شوي وای خو تر اوسه وخت نه دی راکړل شوی".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي د دوی په حکومت کې هم یو نظام موجود دی باید هر څوک قانون پر ځای کړي، د هغه له خبرو ښکاري چې د تعلیم لپاره د مطیع الله ویسا د غیرسرکاري ټولنې «قلم لار» کارونه "غیرقانوني" ګڼي.

مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د مطیع الله ویسا د نیول کېدو په اړه په رسمي توګه څه نه دي لیکلي خو د وي او اې اشنا «حایل» خپرونې ته یې په مرکه کې ویلي، د نظام په ضد چې څوک اقدامات تر سره کوي هغه به خامخا نیول کېږي:

"د ویسا په نامه کوم کس چې وو بې له دې چې نظام په جریان کې واچوي خپلسري اقدامات یې درلودل، پټې او ښکاره غونډې یې درلودې، له دباندې یې اړیکې درلودې او دستور یې له دباندې نه اخیسته، هغه باید د پوښتنو ګروېږنو لپاره وغوښتل شي".

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې د نجونو د تعلیم د حقونو مشهور مبارزه کوونکی مطیع الله ویسا سمدستي خوشی کړي.‌ دې ادارې پرون پر ټویټر لیکلي:

"مطیع الله ویسا د نجونو د تعلیم لپاره په سوله ییزه توګه وکالت په افغانستان کې کړی دی چېرې چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د جیکو پر تعلیم رسمي بندیز لګولی دی".

عطاءالله ویسا وایي کورنۍ غواړي چې ورور یې باید ژر تر ژره خوشی شي ځکه چې وایي‌ هغه د افغانو نجونو او هلکانو د تعلیم د حق لپاره سوله ییزه مبارزه کوله، خو وایي که نه خوشی کېږي هم باید کورنۍ ته یې د لیدو اجازه ورکړل شي:

"که یو ساعت هم هغه په بند کې وي باید موږ ته یې د لیدلو حق راکړل شي، تر اوسه په دې برخه کې تازه پرمختګ نه شته او دوی [طالبان] لا هم پر خپل غیرمسئولانه کار بې ځایه ولاړ دي".

د تعلیم لپاره په نړیواله کچه مبارزه کوونکې او د سولې نوبل جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم د مطیع الله ویسا پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړې او پر ټویټر یې لیکلي چې طالبانو یوې خواته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی او بلې خواته یې د تعلیم مبارزه کوونکی نیولی دی:

"هغه «قلم لار» ټولنه جوړه کړې وه چې د افغانو نجونو او هلکانو لپاره موبایل سکولونه او کتابتونونه یې جوړول، طالبان باید هغه او نورو د ماشومانو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکي بندیان خوشي کړي".

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ او د افغانو ښځو او نجونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري دواړو په جلا جلا ټویټونو کې د مطیع الله ویسا پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د ځای معلومولو او خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

ټامس ویسټ لیکلي چې مطیع الله ویسا "په افغانستان کې د هلکانو او نجونو د تعلیم نه ستړی کېدونکي او اغېزمن ملاتړی وو، پر طالبانو ټینګار کوو چې خوشی یې کړي".

مېرمن رینا امیري هم لیکلي چې "د نجونو د تعلیم لپاره وکالت کول باید جرم نه وي. د هغه خوندیتوب او قانوني حقونو ته درناوی ډېر مهم دی او باید [کورنۍ ته یې] معلومه شي چې هغه چېرې دی".

مطیع‌الله ویسا په 2009م کال د «قلم لار» ټولنه جوړه کړې وه او په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې یې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ګڼل شمېر بند سکولونه پرانیستي وو، کتابتونونه یې جوړ کړي وو، پر زرګونو ماشومانو یې کتابونه او درسي مواد وېشلي وو او خلک یې هڅول چې په خپلو ماشومانو تعلیم وکړي.

ویسا د تېر جمهوري حکومت پر مهال د تعلیم د ودې لپاره پرله پسې کمپېن کاوه او هغو ولایتونو ته یې سفرونه کول چې سکولونه پکې بند وو. د طالبانو له واکمنېدو را وروسته یې هم خپله دا مبارزه روانه وساتله او په دې ورستیو کې یې د نجونو د تعلیم په ملاتړ هم خپل ږغ پورته کړ او په بېلابېلو ولایتونو کې یې له ولسي خلکو سره ولیدل، چې له طالبانو د خپلو لوڼو او زامنو د تعلیم حق وغواړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG