لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرو برید کې وژل شوی پولیس افسر اقبال مومند د پښتو وتلی شاعر او د ګڼو ادبي تنظیمونو مشر و


اقبال مومند
اقبال مومند

دپاکستاني طالبانو لخوا دچهارشنبې اؤ زیارت په منځ شپه په یو بمي برید کې وژل شوی دلکي مروت دپولیسو ډي ایس پي ښاغلی اقبال مومند دپښتو یو وتلی شاعر اؤ ادیب ؤ چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې اؤ خاصکر پښتنه ټولنه کې یې دخپلو خوږو شعرونو ګڼ شمیر پښتانه مینه وال لرل.

دهغه غزلونه،سندرې اؤ نظمونه نه یوازې وخت په وخت دپښتو وتلو سندروغاړو‌ په خپلو اوازونو کې ویلي بلکې زیاتره مهال به په ټولنیزو رسنیو هم ځوانانو اؤ د ادب مینه والو دهغه شعرونه یو بل سره شریکول.

اقبال مومند دوشعر وشاعرۍ ترڅنګ یوه اوږه موده د ریډيو پاکستان پېښور څانګې سره دنطاق یا براډکاسټر په توګه هم ذمه وارۍ ترسره کړې وې.

ارواښاد اقبال مومند دپېښور دادیزو سیمې اوسیدونکی ؤ اؤ دیوې اوږدې مودې نه یې په پولیس محکمه کې نوکري کوله خو دپولیس نوکرۍ ترڅنګ هغه دخپل ژوند زیاته برخه دپښتو ژبې اؤ ادب خدمت ته وقف کړې وه.

د نوموړي په ګاډی د چهارشنې ا‌ؤ زیارت په منځ شپه کې په لکي مروت سیمه کې هغه مهال یو بمي برید شوی چې هغه په یوه پولیس تاڼه دترهګرو لخوا دشوي برید په اطلاع کومک لپاره دغې تاڼې ته روان ؤ.

په دې برید کې داقبال مومند ترڅنګ درې نور پولیس عسکر هم وژل شوي اؤ یو تن ژوبل شوی دی.

تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې په اقبال مومند ګڼ شمیر ترهګریز بریدونه اؤ بمي چاودنې شوې وې خو هغه له دغو بریدونو ژوندی وتلی ؤ.

د ادبي تنظیمونو سره تړاؤ:

نوموړي دپښتو د یوې ادبي ټولنې اهنګ پښتو ادبي جرګې دصدر اؤ داخلاص پښتو ادبي ټولنې دسرپرست په توګه ذمه وارۍ هم ترسره کولې.

ددې ترڅنګ هغه وخت په وخت دپښتو ادبي تنظیمونو په غونډو.مشاعرو اؤ تنقیدي نشستونو کې برخه اخسته اؤ په ادبي نړۍ کې یې دخپلې مترقي اؤ رومانوي شاعرۍ له امله یوه څلنده نامه پیدا کړې وه.

پخپل ژوند یوه مرکه کې ښاغلي اقبال مومند ویلي وؤ چې هغه شاعري دکال1976 راهسې پیل کړې وه .

دپښتو غزل بابا امیرحمزه خان شینواری یې خپل روښاني استاد اؤ لارښود ګڼلو خو ددې ترڅنګ هغه دپښتو دسترو شاعرانو ،ادیبانو اؤ دانشورانو لکه قلندر مومند، همیش خلیل،اجمل خټک، لطیف وهمي اؤ سیف الرحمان سیلم سره هم نزدې پاتې شوی ؤ اؤ دهغوئ په محفلونو کې به یې ګډون اؤ علمي بحثونه کول.

نوموړي پخپل ژوند دشاعري ګڼ شمیر کتابونه لیکلي وؤ خو په دې کتابونو کې یې چاپ کړی هم نه ؤ البته له مرګه لږه موده وړاندې یې ویلي وؤ چې دملګرو په مشوره یې دخپلو غزلونو یو ضخیم کتاب چاپ ته چمتو کړی دی .

دخپلې شاعرۍ دې کتاب لپاره هغه نوم خوښ کړی ؤ "ته زما په سیوري ودریږه چناره"

دخپلې شاعرۍ دکتاب نه چاپ کولو یوه وجه هغه دا هم ښودله چې پخپلو شعرونو کې ورته انتخاب ګران دی.

سر یې ورکړو، سنګر یې پرې نه ښود:

دهغه په وژنه دپښتو ګڼ شمیر شاعرانو،لیکوالانو ،فنکارانو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالانو خفګان ښودلی اؤ دهغه مړینه یې دپښتو ژبې اؤ ادب لپاره هم یو ستر زیان بللی دی.

دپښتو تکړه شاعر اؤ ادیب اقبال حسین افکار په ټولنیزه رسنۍ فیس بک لیکلي اقبال مومند په ژبه ، ادب کلتور. خاوره او ولس ورک مئين و.

هغه وایي اقبال مومند که په ظاهر صورت هر څو غلی، خاموش طبعه او نرم انسان و خو ولې د هغه اندورون کښې يو ننګيال پښتون شتون لرلو ددغه ننګيال پښتون د خپل قام ، ولس په بابله د جذباتو احساساتو اظهار به هغه د شعر په ژبه کولو.

افکار زیاتوي دهغه شعر د پښتون جمال او جلال نه جوړ د لفظونو يو داسې انځور و چې په اوريدو به يې د هر پښتون حواس خمسه متاثر کول.

داقبال حسین افکار په وینا ځینو نزدې ملګرو ښاغلي مومند ته د ريټایر کيدو مشوره هم ورکړې وه" خو ښاغلي اقبال مومند لکه د ايمل خان مومند د وخت مغل ته سنګر پرېښودو ته جوړ نه وه اخر عقوبت د خپلې پښتنې خاورې او ولس په دفاع کښې يې سر ورکړو خو سنګر يې د وخت غليم ته پرې نه ښود"

سیاسي فعال مولانا خان زیب هم په فیس بک دهغه ادبي اړخ ستایلی اؤ وایي اقبال مومند د خپلې دندې سره ېو داسې شاعر هم و چې په هر شعر کښې به یې د خپلې خاورې رښتيوني احساسات ډېر په هنر پاشل.

مولانا خان زیب لیکلي "د خپلې خاورې یو حلالی بچی د اقتصاد د جنګ خشاک شو ، په ګور دې نور وي ! دا اولس او خاوره دې خدایې د ممکنه راتلونکې بربادیو وژغوري"

ښاغلی اقبال مومند په ټولنیزه رسنۍ فیس بک هم زیات فعال ؤ اؤ اکثره به یې دخپل فیس له لارې دخپل شعر مینه والو ته خپل شعرونه لیکل.

تر وژل کیدو یوازې اووه ساعته وړاندې هم هغه په فیس بک خپل داشعر لیکلی ؤ چې .

د حادثو سره استاذ شي سړی

کومه مېوه ده چې يې لمر نۀ وهي

اقبال مومند دشعر و شاعرۍ تر څنګ دپېښور دسرکاري ریډیو براډکاسټر هم پاتې شوی اؤ د ریډیو پاکستان نه یې ګڼ شمیر پروګرامونه وخت په وخت کړي وؤ.

دهغه د وژل کیدو دپېښې نه وروسته په په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالینو داقبال مومند شعرونه اؤ‌ انځورونه له یو بل سره شریک کړي‌ دي.

داقبال مومند دشعرونو نمونې:

دا ښار هسې په نوم د انسانانو دی لاليه !

ځنګل دی، پکښې راج د شرمخانو دے لاليه !

مونږ تل د پردو خلکو خوشحالو ته خوشحالېږو

دا يو خصلت زمونږه د ډمانو دی لاليه !

مونږ هسې زنده باد او مرده باد نعرې وهلې

وطن خو د وطن د بادارانو دی لاليه !

نه ښکاري او نه مخې له راځي چې سر په سر شو

يو جنګ دی راپه غاړه د پېريانو دی لاليه .

.............

هغه سر نه شو بې ځايه ټيټولی

دا دی مات يې کړو خپل سر پاڅېدو لاړو

...........

ما د خپل سر قاتل په پټو سترګو وپېژندو

چې مې په قبر سهرې هم غوړوي، سخات هم وېشي

دا خو اقباله ! ياران ښۀ دي وسله نۀ غورځوي

ګنې دا خلک پېښور هم وېشي، سوات هم وېشي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG